مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-25   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

افغانستان

عطایي

 

څه وکړمه خدایه زړه مې ‌ډک شو په چاودون راغی

تنګه شوه دنیا راته اوفسوس می په ژوندون راغی

څوک می د مطالب په نوم اولاد په بمبارۍ وژني

څوک د جهاد په نوم هردم له بې وسۍ وژني

خپل راته پردي شول له پردو نه څه ګیله وکړم

زړه مې دوه ټوټې شو خدایه څومره حوصله وکړم

ورځ په ورځ ختمیږمه حالت مې په زبون راغی

تنګه شوه دنیا راته اوفسوس مې په ژوندون راغی

ورور راته دښمن شو څوک په چا څوک مې په چا پلوري

څوک مې په څوکۍ څوک په پیسو مې په هر چا پلوري

څوک مري قرباني ورکوي څوک ژاړي برباد شول

څوک خاندي ملنډې وهي ورځ په ورځ آباد شول

هیڅ پرواه یي نشته نه احساس نه څه غبرګون راغی

تنګه شوه دنیا راته افسوس چې په ژوندون راغی

ګیر یم په لیوانو کې هر دم په ما حملې کوي

هر ځای کې خبرې د انصاف او صداقت کوي

ولې داسې کیږي خدایه دا څه اوښتون راغي

تنګه شوه دنیا راته افسوس مې په ژوندون راغی

خلک در په در دي په سپیره ډوډۍ مړیږي نه

دوی د پاچاهي په نیشه مست دي هیڅ جوړیږي نه

نه ورسره غم د کونډو رنډو شته په هیڅ باندې شرمیږي نه

نه له دنیا والو نه له خدایه هیڅ ډاریږي نه

خداي په مونږ خوارو څه عذاب او څه آزمون راغی

تنګه شوه دنیا راته افسوس مې په ژوندون راغی

یو له لوږې مري او بل یي سر ته پراټې غواړي

مونږ له دیرژړاند دوی له مونږنه تماشې غواړي

دوئ دې وي خوشحاله خو نور خلک زرې زرې غواړي

مونږ له تندې مرو خو دوی شراب کاسې کاسې غواړي

وایم! کاش چې پدې خلکو تباهي او شوا خون راغي

تنګه شوه دنیا راته افسوس مې په ژوندون راغی

څومره چې پوهیږي په هغه کچه غدار دی

هیڅ مینه یي نشته له وطن څخه بیزار دي

درې کسه بډای شول ټول ملت مې خوار و زار دی

څومره به ژوند وکړي یا نن سبا آخر مُردار دي

هر څه فنا کیږي، عطایي تر منځ بیلتون راغی

تنګه شوه دنیا راته افسوس مې په ژوندون راغی

پوهندوی ذبیح الله عطایي

ویرجینیا ، امریکا                 ۲۹.۹.۲۰۱۴


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery