مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

پخواني ولسمشرد ایران د جمهوري ریاست له مرستیال سره وکتل

احمدفیصل
دافغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي د ایران د جمهوري ریاست له مرستیال محمد شریعت مداري سره وکتل.په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، د ایران مرستیال ولسمشرد خپل هېواد د ولسمشر حسن روحاني نیکې هیلې او سلامونه حامدکرزي ته و رسول او د افغانستان د منتخب جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه ده ته د ورکړل شوې بلنې له امله یې مننه وکړه.د ایران د جمهوري ریاست مرستیال په بهرني سیاست کې د حامدکرزي مستقلانه تګلاره او له ګاونډیو هېوادونو سره د هغه ښه مناسبات د قدر وړ وبلل.په دې کتنه کې شریعت مداري حامدکرزي ته په رسمي ډول بلنه ورکړه چې په یوه مناسب وخت کې هغه هېواد ته سفر وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery