مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-29   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

اشرف غني احمدزي د ولسمشر په توګه لوړه وکړه

benawa afghanistan
لودين

محمداشرف غني چې سيمه ييزې افغاني جامې يې پر تن وې، نن په ځانګړو مراسمو کې د لوړې ځانګړې جملې چې د قاضي القضات عبدالسلام عظيمي او د سترې محکمې د رييس له خوا لوستل کېدې، تکرار کړې.

اشرف غني احمدزي د ولسمشر په توګه لوړه وکړه او خپل کار يې په رسمي توګه پيل کړ.

محمداشرف غني چې سيمه ييزې افغاني جامې يې پر تن وې، نن په ځانګړو مراسمو کې د لوړې ځانګړې جملې چې د قاضي القضات عبدالسلام عظيمي او د سترې محکمې د رييس له خوا لوستل کېدې، تکرار کړې.

هغه د لوړې مراسم دا ډول پيل کړل: "د لوى خداى ج په نامه لوړه کوم چې د اسلام د سپېڅلي دين پيروي او ساتنه وکړم. د اساسي قانون او نورو قوانينو رياعت او د تطبيق څارنه وکړم. د افغانستان خپلواکي، ملي واکمنۍ، ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه او د افغانستان د خلکو حقوق او ګټې خوندي کړم او د لوى خداى جل جلاله له دربار څخه د مرستې په غوښتلو او د ملت په ملاتړ د افغانستان د خلکو د پرمختګ او هوسايۍ په لاره کې خپلې هڅې جاري وساتم."

نوي ولسمشر وروسته خپلو دوو مرستيالانو عبدالرشيد دوستم او سرور دانش ته هم سوګند ورکړ.

په دغو مراسمو کې څه باندې ٢٠٠ بهرنيو مېلمنو، په کابل کې د بهرنيو هېوادونو سفيرانو، سلګونو بهرنيو او د کابينې د غړو، ملي شورا، مدني ټولنې، قومې او جهادي مشرانو، سياسي شخصتيونو او د ښځو په ګډون سلګونو مېلمنو ګډون درلود.

دا په داسې حال کې ده چې په ټاکنو کې له څو مياشتني بندښت وروسته د ولسمشرۍ دواړه نوماندان (اشرف غني احمدزى او ډاکټر عبدالله) د وږي په ٣٠مه په ارګ کې  د ملي يووالي حکومت جوړېدو هوکړه لاسليک او څو ساعته وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا اشرف غني ګټونکى اعلان شو.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery