مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-30   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

حامد کرزی: که بهرني خنډونه نه وی افغانستان به ډېر پرمختګ کړی و

احمدفیصل
حامد کرزي د نوي ولسمشر د سوګند په مراسمو کې له نوي حکومته وغوښتل چې د سولې ټينګښت ته ډېره پاملرنه وکړي؛ ځکه چې له سولې پرته هېواد پرمختګ نه شي کولاى. د نوي ټاکل شوي ولسمشر محمداشرف غني احمدزي، د هغه د مرستيالانو او د اجرايي رييس ډاکتر عبدالله عبدالله او د هغه د مرستيالانو د لوړې مراسم د ګڼ شمېر بهرنيو مېلمنو او افغان چارواکو په ګډون جوړې شوې غونډې ته وويل، د متعال خداى ( ج ) شکر ادا کوي چې تېر ١٣ کاله يې د ملت د خدمت وياړ وربښلى و او نوي ولسمشر ته واک لېږدوي. کرزي وويل، وياړ لري چې د هېواد نوي ولسمشر ته د هېواد جوړه شوې اداره ورسپاري. هغه وويل: « نن زما په زړه کې د اينده لپاره هماغسى ولولې او اميدونه دي لکه چې د موقتي ادارې د رييس په توګه مې کار پيلاوه.» کرزى وايي چې د واکمنۍ تېر ١٣ کاله يې له لوړو ژور او بې رحمه توفانونو سره مل و او ده هڅه کړې چې افغانستان له ستونزو وژغوري او هېواد يې له دغو توفانونو سلامت راووځي. ده د خپل کار پيل ياد کړ او ويې ويل: « موږ د خپل تاريخ په اوږدو کې يو ځل بيا له صفر شروع وکړه او د خپل هېواد بيا ودانولو ته مو ملا وتړله، هيله لرم چې افغانستان يو ځل بيا له صفر نه د پيلولو ترخه تجربه تکرار نه کړي.» کرزي وويل چې ښوونځيو او د لوړو زده کړو موسسو ته د ګڼ شمېر ماشومانو او نويو ځوانانو تګ د خپل حکومت مهمه لاسته راوړنه وبلله او ويې ويل چې "دغه ځوانان د افغانستان قوي ستنې دي." هغه زياته کړه: « ١٣ کاله د مخه له نړيوالو سره د ګډ کار تجربه کمه وه موږ په افغاني خلوص او پاک نيت له دوی سره ګډ کار پيل کړ او نن چې په هېواد کې د يوې افغاني ادارې خاوندان شوي يو د ا ټولو افغانانو د قربانيو او خارجي دوستانو د مرستو نتيجه ده. چې مننه ترې کوو.» هغه وايي: « که د کار په پيل کې ما اوسنۍ تجربې درلوداى، ښايي له اوله مې تصاميم په يو بل ډول نيولي واى خو له نېکه مرغه نوي جمهور رييس ته به اساسي بنسټونه او تجربې پرېږدو.» ده وويل چې په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون او له ټاکنو وروسته د خلکو صبر او حوصلې وښوده چې افغانان سياسي پوخوالي ته رسېدلي او سوله او امن غواړي. دى وايي: « پوره يقين لرم، چې هېواد نوې رهبري به هم سوله او ثبات د خپلو کارونو په لومړيتوبونو کې ونيسي، زموږ د ټولو افغانانو يوه نا تکميل شوې هيله سوله ده، چې له سولې پرته امنيت نشته او له امنيت پرته زموږ هېواد په سياسي ټولنيز او اقتصادي برخو کې پرمختګ نه شي کولاى؛ که چېرې زموږ په هېواد کې سوله واى او خارجي موانعو شتون نه درلوداى نو افغانستان به نن ډېر پرمختللى و.» حامد کزري وويل په داسې حال چې له ١٣کلن حکومت وروسته نن واک نوي ولسمشر ته سپاري؛ د افغانستان له خلکو مننه کوي چې دى يې زغملى دى. هغه په ټينګار سره وويل چې د نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله د حکومت ملاتړ به کوي او د افغانستان له خلکو غواړي چې د خپل نوي حکومت ملاتړ وکړي. کرزي له ټولو هغو هېوادونو مننه وکړه چې په تېرو ١٣کلونو کې يې له افغانستان سره مرستې کړې دي. هغه د خپلو خبرو په پاى کې وويل: « د افغانستان خلکو او نوي حکومت ته بريا غواړم، پوره باور لرم چې افغانستان په نېکه لار روان دى، منزل او مقصود ته چې سوله ده ژر رسېږو، د خپل رييس جمهور او اجرائيه رييس به تل همکار اوسو.» ولسمشر حامد کرزي د خپلې نننۍ وينا په پاى کې د ولسمشر په توګه د افغانستان له خلکو سره خداى په اماني وکړه. د يادونې چې دا د افغانستان په تاريخ کې لومړى ځل دى چې واک له يو منتخب ولسمشره بل منتخب ولسمشر ته په سوله ييز ډول لېږدول کېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery