مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-30   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

عبدالله عبدالله: د ملي یوالي حکومت سیاسي هوکړو ته ژمن یم

احمدفیصل
د افغان حکومت اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله له نړيوالې ټولنې او د افغانستان له ټولو خلکو غوښتنه وکړه څو د افغانانو د ارمانونو د ترسره کېدو لپاره د ملي يووالي حکومت ملاتړ وکړي. نوموړي چې پرون يې د ولسمشر اشرف غني احمدزي د لوړې په مراسمو کې خبرې کولې وويل چې د ملي يووالي حکومت جوړېدو په برخه کې شوو هوکړو ته ژمن دى او دواړه ټاکنيز ټيمونه به د يوه ټيم په توګه کار وکړي. عبدالله وايي چي دى او ډاکټر اشرف غني احمدزى ژمن دي چې په ټولو برخو کې به د بنسټيزو اصلاحاتو لپاره اغېزناک ګامونه واخلي. هغه وويل چې د افغانستان خلک په دغه پړاو کې تر ډېره ملي يووالي، زړه نږدې کولو، سولې او امنيت ته اړتيا لري او د ملي يووالي حکومت به هم په دې برخه کې کوښښ وکړي. د ملي يووالي حکومت د اجرايي رييس په خبره، د سولې او ثبات ټينګښت، اقتصادي پراختيا، فرهنګي وده، د ولسوالۍ د ارزښتونو بنسټيزه کېدل، د سالم حکومت جوړېدل، له اداري فساد سره مبارزه، د بيان ازادۍ وده، د بشري حقونو د ارزښتونو ساتنه او پراختيا، د ټاکنيز نظام اصلاح، د اساسي قانون تعديل او د ښځو حقونو ته پاملرنه د ملي يووالي حکومت له کړو ژمنو دي. نوموړي زياته کړه: « د افغانستان ټول خلک، سياسي قشر، مخور او نړيواله ټولنه بايد د ملي يووالي حکومت په څنګ کې په مسووليت سره ودرېږي او په اګاهانه ډول د افغانستان د خلکو د ارمانونو د پوره کولو لپاره هڅه وکړي، څو هغه په واقعيتونو بدل کړو.» عبدالله په ځانګړي ډول له ولسمشر کرزي مننه وکړه چې په تېرو ١٣ کلونو کې يې خدمتونو کړي او سياسي واک يې په سوله ييز ډول بل ولسمشر ته وسپاره:« حامد کرزى پر موږ او زموږ پر خلکو حق لري چې د خدمتونو مننه يې وکړو.» هغه همدارنګه له نړيوالې ټولنې مننه وکړه چې د افغانستان د خلکو ملاتړ يې کړى او د افغانستان له ځواکونو څخه يې هم مننه وکړه چې په تېرو ١٣ کلونو کې يې د امنيت خوندي کولو لپاره قرباني ورکړې ده.» ډاکټر عبدالله له خپلو دوو مرستيالانو سره د ملي يووالي حکومت د اجرايي رييس په توګه لوړه وکړه. اشرف غني احمدزي د خپلې لوړې مراسمو د له پر ځاى کولو وروسته ډاکټر عبدالله د يوه فرمان له مخې د حکومت د اجرايي رييس او انجنير محمدخان او محمد محقق د هغه د مرستيالانو په توګه معرفي کړل. ډاکټر عبدالله ته له خپلو مرستيالانو سره يو ځاى د هېواد د ټاکل شوي ولسمشر اشرف غني احمدزي له خوا قسم ورکړل شو او د لوړې مراسم يې پر ځاى کړل. په دغو مراسمو کې د پاکستان د ولسمشر ممنون حسين، د نړۍ د اسماعليانو مشر والاحضرت شهزاده کريم اغا خان رهبر اسماعيليه جهان، د ترکيې مرستيال لومړي وزير نعمان کورتوس، د تاجکستان د مشرانو جرګې رييس شکور جان ظهوروف، د هندوستان مرستيال ولسمشر محمدامير انصاري، د ايران مرستيال ولسمشر شرعيت مداري، د پښتنو رهبر محمودخان اڅکزي، د پاکستان د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسپنديار ولي خان، د پاکستان د کورنيو چارو پخواني وزير افتاب احمد شېرپاو، د پاکستان د عوامي نېشنل پارټي غړي افراسياب خټک، د امريکا، چين، قزاقستان، امارات متحده عربي، قطر، کويت، قزاقستان، مالديف، استراليا، سريلانکا، کاناډا، ملګرو ملتونو، ايکو سازمان، شانګهاى سازمان، اروپايي ټولنې، په کابل کې د بهرنيو هېوادونو سفيرانو او کورديپلماتيک غړو په ګډون په سلګونو بهرنيو او کورنيو مېلمنو لکه د کابينې، ملي شورا او مدني ټولنې غړو، جهادي مشرانو، سياسي شخصيتونو او ښځو ګډون کړى و.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery