مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-30   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ګارډين: اشرف غني؛ هغه مفکر ولسمشر چې اوس خپله تیوري پر عمل بدلولی شي

احمدفیصل
د برېتانیا ګارډین ورځپاڼې د افغانستان د نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي د لوړې په درشل کې د نوموړي په اړه یو تحلیلي راپور خپور کړی چې سرلیک یې دی: ((اشرف غني؛ هغه مفکر ولسمشر چې اوس خپله تیوري (نظریه) پر عمل بدلولی شي.)) ورځپاڼې په پیل کې د اشرف غني احمدزي مرستیالانو ته په اشارې د نوموړي په دریځ کې د بدلون یادونه کړې او بیا یې لیکلي دي: ((اشرف غني یو داسې اغېزناک او عالم مفکر دی چې له عامو کلیوالو سره دومره خوښ دی لکه څومره چې له نړیوالو نظرخاوندانو او پوهانو سره چې وي.)) ګارډین وايي، ډاکتر اشرف غني احمدزی د دنیا تر ټولو په لوړ پوهنتون کې استادي او په نړیوال بانک کې مهم مسوولیت لرلی دی، مطرح تکنوکرات، د مالیې وزیر او بالاخره د افغانستان د اوسني حکومت جګپوړی امنیتي چارواکی پاتې شوی دی. او یو وخت یې ځان د ملګروملتونو سرمنشي توب ته کاندید کړی و. ورځپاڼه وايي چې ډاکتر غني د خپل اوسني کار د اساساتو کتاب څو کاله پخوا لیکلی و. ډاکتر غني د ناکامو دولتونو د ستونزو د حل کولو لپاره په انګلیسي ژبه (Fixing Failed States) کتاب لیکلی و چې په نړۍ کې یې زیات هرکلی وشو. ورځپاڼه وايي، سره له دې چې ډاکتر غني احمدزی پاک، له فساده لري او موډرن تکنوکرات پېژندل کېده، د ۲۰۰۹ میلادي کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یې لږې رایې ترلاسه کړې. خو د سږ کال په ټاکنو کې یې، سره له دې چې درغلۍ په کې وشوې، زیاتې رایې وګټلې. ګارډین لیکي، د احمدزي ځیني منتقدان وايي چې خلکو د سر په قیمت د ده لپاره رایې ورکړې نو باید حکومت یې له خپل سیال سره نه وای وېشلی. خو ملاتړ کوونکي یې وايي چې ډاکتر غني به بنيادي او حیاتي بدلونونه راولي. ګارډین وايي چې دواړه ادعاوې به سر له دوشنبې وازمویل شي. دا به د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل وي چې یو اکاډمیک او د لوړې سویې عالم خپلو افکارو ته د عمل جامې د اغوستلو فرصت ترلاسه کوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery