دخپریدو نیټه : 2014-09-30 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ولسمشراحمدزی: بهرنۍ مرستې باید د افغان حکومت له لارې ولګول شي
احمدفیصل
ولسمشر اشرف غني احمدزی وایي له افغانستان سره د امریکا مرستې باید د افغان حکومت له لارې ولګول شي. نوموړي تېر دغه څرګندنې تېر ماښام د امریکا د ولسمشر بارک اوباما له سلاکار جان پودیسته سره په کتنه کې کړې دی. د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي پودیسته په دې کتنه کې د افغانستان له نوي حکومت سره د امریکا د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ څرګند کړ. د ولسمشرۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې اشرف غني احمدزي ټینګار وکړ چې له افغانستان سره د امریکا مرستې باید د افغانستان د حکومت له لارې ترسره شي.