مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-30   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

نوي ولسمشر ( ښاغلي غني احمدزي ته پرانستی ليک) !


 محمد کريم نوښتګر - پکتيا
پکتياوال په حکومت کې پکتياوال وزير ، والي او قومندان نه غواړي بلکې د دوی په څېر  ژوند غواړي !
تر هر څه د مخه د لوی الله ج په دربار کې لاسونه لپه کووم چې الله ج مو  په ټولو چارو کې مرستندوی اوسه  تر څو دغه دروند پېټی تر ټاکلي منزله په بري سره ورسوئ!
د سر خبرې په دې راپيلووم چې په ډېر حساس او برخليک ټاکوونکي  پړاو کې مو  ولس ته د ريښتوني سياست تعريف په عملي ډول وروښود  چې: د ولس لپاره سياست د ولس په وينو بهولو نه بلکې د منطق پر ژبه کېږي. بل مو د افغانستان په سياسې تاريخ کې د يو داسې مثبت دود  (ټاکنيزو مناظرو) بنسټ کېښود چې د ولسواکۍ په ژوند کې به وده کوي او پخپله به د ولسواکۍ د ساتلو او بډايه کولو وسيله وي. دې کار ولس د ټولټاکنو  له زړو  ولسي معيارونو  (زر او زور) څخه اساسي معيارونو ، وړتيا، د ټولنې له رنځ خبرتيا او  د عملي کړنلارو وړاندې کولو ته راوګرځاوه. زه باور لرم چې نور به دغه زاړه وسايل په ټاکنيزو سياليو کې ناکاره وي او   نه به څوک په اسانۍ سره د ولسمشرۍ د څوکۍ ځان وړ وبولي.
په هرډول، د پکتيا  د خلکو  په ګډون ټول افغان ولس د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې خپله ويښتيا وښودله او ددې ښکاره ثبوت دادی چې دا ځل خلکو زراو زور ته نه بلکې  ټینګ هوډ، روښانې تګلارې ،  منشور او عملي کړنلارو ته رايه ورکړه. له همدې ځايه ده چې که د پکتيا خلکو د ټولټاکنو په بهير کې له تدبير څخه کار واخيسته ، په همدې ډول ستاسې په مشرتابه کې د حکومت د غښتلتیا او ټيکاو لپاره يو لړ سالم وړانديزونه لري او د خپلې مرستې ژمنتيا ښيي.
ښاغلی ولسمشر !
مونږ د ټولټاکنو په بهير کې هم وليدل او له ټولټاکنو وروسته هم د خلکو خبرې او تبصرې  اورو . مهم ټکی دادی چې له ټولټاکنو وروسته خلک څه وايي، څه غواړي او څه کوي؟
لومړی: خلک څه وايي؟
 د پکتيا  ډېری خلکو سره په ناستو کې دا اورېدل کېږي چې : مونږ د احمد زرګر او محمود زورور او نورو ... مبلغينو په روی ډاکټر صاحب ته رايې ندي ورکړې بلکې پخپله خوښه او اراده مو د ښاغلي اشرف غني احمدزي منشور او پروګرامونو ته رايې ورکړې دي او له همدې ځايه هيله څرګندوي چې ولسمشر دې د ځانګړيو اشخاصو احسان من و نه اوسي.
دويم: خلک څه غواړي؟
د ټولټاکنو په داجنجالمن بهير په تېره بيا دغو تېرو دوو مياشتو کې چې مې د مشرانو، ځوانانو او خويندو په خبرو کې کومې غوښتنې او هيلې تر غوږو شوې هغه دادي چې د پکتياوالو څخه مې دا ندي اورېدلي چې مونږ په حکومت کې پکتياوال وزير ، والي او يا قومندان غواړو بلکې دا خبره يې د ملت د وېش نظريه بللې او په ځای يې  د وزير، والي او قومندان په څېر ژوند غوښتی او دا په دې مانا چې مونږ د وزير، والي او قومندان په څېرخوندي او په امن کې ژوند غواړو، د  دوی په څېر څلرويشت ساعته برېښنا غواړو، روغتيايي او تعليمي خدمتونه غواړو، د څښلو پاکې اوبه  او نور... غواړو. په دا تېرو نږدې لسو کلونو کې اکثره پکتياوالو چې  په پکتيا کې د ښه چلند،  ښه کار او  د يوه همکار مامور بېلګه  راوړې  د پکتيا ولايت د امنيې په قومندانۍ کې  يې د ښاغلي غلام دستګير رستميار چې په خټه تاجک دی او د پنجشېر ولايت سره تړاو لري،  يادونه کړې او دا يې وېيلي چې د ښې  يا بدې مفکورې، سپېڅلتيا او ککړتيا، هيوادپالنې يا هيواد پلورنې ، ملتپالنې او يا ملتپلورنې مفکوره او روحيه د جغرافيې پورې اړه نلري.
د پکتياوالو ستونزې د يوه پکتياوال وزير ، والي او قومندان په ګمارلو نه هوارېږي بلکې پکتياوالو ته د خدماتو په وړاندې کولو هوارېږي.
پکتياوال د ښې حکومتوالۍ په موخه د پکتيا په دولتي ادراو  کې د بنسټيزو بدلونونو غوښتنه کوي. زه پوره باور لرم چې تاسې  (ولسمشر صاحب)  د ټولنې له دردونو او ستونزو ښه خبر يی او د دې ستونزو  د هواري لپاره  مو کوټلې حل لارې هم وړانډې کړېدي خو بيا هم د ولس ملاتړ ستاسې د ماموريت په اوږدو کې راته په لاندې برخو کې ډېر اړين برېښي.
۱.  د ولس سره د سلا او مشورې مېکانېزم:  په دې برخه کې د يوه روښانه او اسانه مېکانېزم رامنځته کول تر څو د واقعيتونو څخه خبر واوسئ او د اړتيا پر مهال عملي ګامونه واخلئ. دا اوسمهال زه نه پوهېږم چې ستاسې د مشورې هسته څوک دي او که دا هسته معلومه وي نو ايا دوی د ولس استازيتوب کوي؟ زه داسې فکر کووم چې د سلا او مشورې هسته  څو کسانو ته محدوده ونه اوسي ترڅو واقعيتونه ناوېيلي پاتې نشي.
په تېرو کلونو کې  ارګماڼۍ ته محدودو خلکو په اسانه لاسرسی درلود او د ولس لاسرسی په دې مانا نه چې ګوندې هر څوک هر وخت وغواړي ارګ ته دې ستاسې د ليدنې لپاره ولاړ شي بلکې د ولس غږ څه ډول کېدلی شي تر تاسې درورسېږي. زه بيا هم ډاډمن يم چې تاسې به ورته ټاکلې تګلاره سنجولې وي . 
که په دې برخه کې پر ازادو رسنيو تکيه وکړو، نو دا کار ماته  بيا هم ناشونی ښکاري څکه مونږ وينو چې ازادې رسنۍ هم  خپله ازادي  د ځانګړېو، ګوندي او سوداګريزو هوسونو لپاره کاروي او د هيوادنيو ګټو پر محور نه راڅرخي.
۲. د ولس په واسطه له کورنيو او بهرنيو ننګونو سره سياسي مبارزه:  دلته ددې خبرې يادونه اړينه بولم چې ولس پر ګوندي سياستونو بې باوره شوی  او دا حالت مونږ ته دا فرصت په لاس راکوي چې  د خلکو سمبالښت او تنظيم (People mobilization ) له طرحې کار واخلو تر څو وکولی شو د ولس لپاره د ولس په واسطه سياست او مبارزه وکړو. تاسې به د ډېرو اړينو او مهمو تغيراتو هوډ او ژمنه ولری خو ددې تغيراتو پر وړاندې د نني او بهرني دښمنان کولی شي چې په ولس کې منفي غبرګونونه په حرکت راولي لکه  د ملي اتل غازي امان الله خان د اصلاحاتو او بدلونونو په وړاندې چې رامنځته شول. نو مهمه داده چې وړاندې له وړاندې خلک د تغيراتو منلو او ملاتړ ته چمتو کړو.  زه داسې فکر نه کوم چې ګوندونه دې هېرشي ځکه چې ګوندونه او ګوندي خوځښتونه د ولسواکۍ اصل دی، خو اوسمهال پر ګوندونو د بې باورۍ له امله د افغانستان کمه سلنه وګړي په ګوندونو کې تنظيم شوي او د ولس اکثريت برخه خلک په ګوندي جوړښتونو کې ښکېل ندي.
له بلې خوا مونږ وينو چې ولس اصلاحاتو او مثبتو بدلونونو ته په ډېره لېوالتيا سره سترګې پر لاره دی او دا يو بل تاريخي فرصت دی چې ولس د پرمختګ او بدلون لپاره تر بل هر وخت ډېر ستاسې په مشرتابه کې د هيواد له ادارې څخه هيله څرګندوي، ان تر دې چې ځينې خلک داسې عقيده لري چې که د ډاکټر صاحب په مشرتابه کې زمونږ هيلې او ارمانونه ترسره نه شول نو په اوسنيو سياسي څېرو او اشخاصو کې بل بديل نه ويني. 
دا يو واقعيت هم دی چې له غازي امان الله خان څو لسېزې وروسته، سردار داوود خان  او له نوموړي  دادی بيا څو لسېزې وروسته تاسې ته سترګې دي.  نوموړي هم له بهر څخه په کور وننګول شول او فرصتونه مو له لاسه ووتل.
خلک څه کوي؟
د دويم پړاو د ټولټاکنو وروسته چې کله  خلک پر دې پوه شول چې تاسې ټولټاکنې ګټلې نو ستاسې پر کړيو ژمنو تبصرې پيل شوې  او هروګړی ستاسې په استازيتوب داسې ډاډ ورکوي چې ګوندې پخپله دی ولسمشر دی. دا خبره پخپله ددې ښکارندويي کوي چې ولس ستاسې پر ژمنو ‎، ارادو او عمل تر تاسې هم ډېر باور او ډاډ لري. خو اوسمهال چې تاسې ته واک وسپارل شو  نو خلک اوس ستاسې د ژمنو عملي کېدلو ته شيبې شماري او په هجره ، جومات، دوکان، د ډوډۍ خوړو پر مهال ، لنډه دا چې هر ځای ستاسې ژمنې بيا-بيا يادېږي او ددې تر څنګ خلک ستاسې د ژمنو او عمل ترمنځ لار څاري  اوپه دې برخه کې خپلو ښندنو ته چمتوالی هم ښيي.
په دې ځای کې له همدې موضوع سره تړلې يوه بېلګه راوړم او هغه داچې په پښتونخوا کې په بېلابېلو بازارانو کې به په اوونۍ کې يو بازار او مېله جوړېده او په دې کې به داسې توکي په دغو ځانګړيو ورځو کې بازار ته وړاندې کېدل چې نور وخت به نه موندل کېده. دغو مېلو ته به د مداري په نوم يو کس راتلو او  په ځانګړيو رختي کڅوړو کې به يې  ماران، لړمان او سوربڼې هم راوړلې تر څو خلک په ځان راټول کړي او په همدې چل ول پرې خپل توکي وپلوري.  مداري به  د شپېلۍ  په غږولو، ماران او لړمان له کڅوړو را واېستل او دا ژمنه به يې راټولو شويو خلکو ته ورکوله چې تاسې ته به وروسته د مار او لړم د جګړې ننداره وښيم. خلکو چې د مار او لړم جنګ به يې نه وو ليدلی نو په ساعتونو به  د لمر د وړانګو لاندې دې نندارې ته انتظار وو. په همدې جريان کې به مداري خپل توکي په خلکو پلورل او خپله سودا به يې وکړه او د مار او لړم ننداره به همداسې ناليدلې پاتې شوه. خلک چې د لړم او مار د جګړې نندارې ته به منتظر وو ، ورو-ورو  نهيلي کېدل او له ځايه تلل او بالاخره به مداري په خالي ميدان پاتې شو. مداري چې به خپله سودا د نندارې په نوم وپلورله او د نندارې ژمنه به يې همداسې ژمنه پاتې شوه نو مداري هم په هماغه  ځای بيا  نشو کولی د نندارې په نوم خپل توکي وپلوري. 
له دې بېلګې راوړلو هدف دادی چې اوسمهال خلک ستاسې پر ژمنو راټول شوي او خدای مه کړه که چېرې ستاسې د ژمنو او عمل ترمنځ واټن زيات شي نو خلک به نهيلي شي او مونږ به د خلکو مرسته او ملاتړ له لاسه ورکړی وي. اصلي خبره داده چې په هيواد کې اصلاحاتو او مثبتو تغيراتو ته يوه دوره کافي نده او ددې لپاره چې لږ تر لږه دوه دورې ستاسې په مشرتابه کې اساسي اصلاحات او بدلونونه راشي نو د کړيو ژمنو عملي کولو ته ډېره اړتيا ده ترڅو وکولی شو دوه دورې وخت چې لس کال کېږي وساتو او په همدې کلونو کې خپلو ژمنو ته د عمل جامه ورواغوندو. 
 په هر ډول خپلې خبرې په دې رانغاړم چې الله ج دې د افغان ولس د بېلا بېلو رنځونو د درملنې لپاره درته اوږد ژوند درکړي. ولس له تاسې سره دی او انشا الله ، خدای تعالی به هم ستاسې مرستندوی وي.  ومن الله التوفيق


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery