مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-30   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دزابل ولایت مرکزقلات کي ۱۲ورځني دکرکيټ سیالۍ پای ته ورسېدې

سرحدي

 

دزابل ولایت دکرکیټ امریت امر محبوب محبت له رسنیو سره په خبروکي وویل چي په یادو سیالیو کي  دمرکز قلات اوولسوالیو څخه  ۱۲ غوره لوبډلو برخه اخیستي وه چي ۱۲ ورځي يي دوام وکړه نوموړی وايي چي لوبي  په ۲۰او روڼو کي ترسره کیدي او مالي بانډ يي دزابل کار اوټولینزو چارو ریس محمد رسول عزیز پرغاړه اخیستي وو دده به وینا چي پاي لوبه دمرکزقلات څخه سعادت لوبډلي په خپل نوم کړله ده دخپلو خبرو په ترڅ کي وویل چي باید ځوانان دپوهني او سپورت په برخه کي تشویق سي ترڅو ټولنه مو سالمه واوسي


په ورته وخت کي یوشمیر مدني فعالانو دځوانانو لپاره داډول پروګرامونه ښه وبلل او له عزیزی څخه يي دمنني ترڅنګ یادونه وکړه چي باید ځوانان په هره برخه کي تشویق سي ترڅو ټولنه مو با انرژي او همدا شا ن  له ستونزوڅخه لیري واوسي ددوي په وینا باورلري چي يوازي ځوانان کو لاي سي چي افغانستان له اوسینو نا خوالو څخه راوباسي


دیادوني وړده چي دافغانستان په ګوټ ګوټ کي دکرکیټ لوبي خورا زیات مینوال پیداکړي  او دافغانستان دولت ویلي چي دکرکیټ په نو م مضمون به ښوونیزنصاب کي هم راولي  

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery