مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-01   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

سرتاج عزیز: له نوي افغان حکومت سره د اړیکو رغولو هڅه کوو

احمدفیصل
د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار د افغانستان د نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي د لوړې له مراسمو وروسته هیله څرګنده کړه چې د افغانستان او پاکستان ترینګلې اړیکې د ډاکتر غني په دوره کې ښې شي. ښاغلي عزیز وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په ځانګړي ډول د ولسمشر کرزي د حکومت په وروستیو میاشتو کې زیاتې خړپړې شوې دي. د یکشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد عثماني د ملګروملتو په عمومي غونډه کې وویل چې پاکستان له څه باندې دوو کلونو راهیسي پر کونړ ولایت په زرګونو توغندي ویشتي چې له کبله یې په سلګونو بې ګناه افغانان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. ده دا هم وویل چې پاکستان د پخوا په شان افغان طالبان جګړې ته روزي، په وسلو سمبالوي او جګړې ته یې رالېږي. د ښاغلي عثماني په شمول د افغانستان د حکومت اوسني وزیران د نوې کابینې تر ټاکل کېدو پوري خپل کار ته دوام ورکوي. د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د امریکا وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ته وویل:«موږ له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ښې او ګټورې خبرې کړې وې. د دواړو خواوو اړیکې ښې شوې وې، په تېره بیا د ترانزیت، سوداګرۍ، د لویو لارو د جوړولو، د برېښناکوټونو، او د اورګاډي د پټلیو د جوړولو په برخو کې. خو د کال په پیل کې هر څه ساړه شول. که رښتیا وایم موږ نه پوهېږو چې ولي داسي وشول.» وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د سرتاج عزیز د څرګندونو پر صداقت وروسته له دې شک ښکاره کړی چې ده وویل :« آی ایس آی له طالبانو سره اړیکې نه لري.» کرزي په خپله وروستۍ وینا کې ویلي دي چې د پاکستان ملکي حکومت د افغانستان پر وړاندې بده اراده نه لري خو پوځ او استخبارات غواړي چې افغانستان یې ترلاس لاندې وي. سرتاج عزیز وال ستریټ ژورنال ته ویلي:«واک ته د افغان طالبانو رسېدا زموږ په ګټه نه ده. آی ایس آی له ۱۹۸۰ لسیزې را په دې خوا له طالبانو سره اړیکې نه دي لرلي. پاکستان هېڅکله نه دي غوښتي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او یا د طالبانو په شمول د کومې ډلې ملاتړ وکړي.» طالبان په نوي یمه لسیزه کې د مجاهدینو ترمنځ له کلونو خپل منځي جګړو وروسته رامنځته شول او په ۱۹۹۶ میلادي کال کې یې کابل ونیوه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery