مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-01   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

عبدالله عبدالله: د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد و نه کارول شي

احمدفیصل
د ملي یوالي د حکومت اجراييوي مشر وايي د افغانستان او امريکا او د افغانستان او ناټو ترمنځ امنيتي تړونونه تر کره کتنې وروسته په هېواد کې د امنيت او ثبات د ټينګښت په موخه لاسليک شول. د افغانستان او امريکا او د افغانستان او ناټو ترمنځ امنيتي تړونونه پرون له غرمې وروسته د افغانستان د ملي امنيت د سلاکار محمد حنيف اتمر او په افغانستان کې د امريکا د سفير جيمز کننګهم او دويم سند هم، د اتمر او په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي موريټس يوخيم ترمنځ لاسليک شو. د يادو تړونونو تر لاسليک کېدو وروسته، د افغانستان اجراييوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وويل، چې افغانستان د يادو دواړو تړونونو د لاسليک کولو په برخه کې په شعوري توګه ګام پورته کړى دى. دغه تړونونه د افغانستان د امنيت او ثبات د ټينګښت په موخه لاسليک شوي دي. هغه زياته کړه:« دا يو بنسټيز ګام و، چې موږ پورته کړ او د دې تړون پلي کېدل، موږ سره مرسته کوي، ترڅو په راتلونکي کې پر خپلو پښو ودرېږو او خپل امنيت په خپله ټينګ کړو.» نوموړي هيله وښوده، چې د دې تړونونو په پلي کېدو سره به په راتلونکي کې زموږ ځواکونه وکولاى شي په يوازې ځان د هېواد امنيت ټينګ کړي. اجراييوي مشر وايي: « موږ ټولو دغه تړونونه په دقت سره مطالعه کړي او مواد يې د افغانستان په ګټه بولو.» د عبدالله په وينا، د دې تړونونو په لاسليک کې ځکه ځنډ رامنځ ته شو، ترڅو په کره توګه مطالعه شي او د افغانستان ګټې په سمه توګه په کې خوندي شي. دى زياتوي: « په افغانستان کې سوله او ثبات د سيمې او ګاونډيو هېوادونو د سولې او ثبات په معنا ده او زه غواړم ووايم، چې د دې تړونونو د لاسليک کېدو له امله به د هېڅ هېواد امنيت او ثبات ته تاوان ونه رسېږي.» عبدالله د سيمې هېوادونو ته ډاډ ورکړ، چې هېڅ مهال به د افغانستان له خاورې څخه د هغوى پر ضد ګټه نه پورته کېږي . اجراييوي مشر په امنيتي او نورو برخو کې د نړيوالې ټولنې له مرستو مننه وکړه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery