مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-01   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

سناتوران: نوی حکومت دې د امنیت ټینګښت ته لومړیتوب ورکړي

احمدفیصل
مشرانو جرګې په سوله ييز ډول نوي حکومت ته د واک د لېږد هرکلى وکړ او له نوي حکومت څخه يې وغوښتل، چې د امنيت ټينګښت او د سولې راوستو ته ډېره پاملرنه وکړي. وړمه ورځ پخواني ولسمشر حامدکرزي تر ١٣کلنې واکمنۍ وروسته، واک بل منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي ته وسپاره. احمدزي د ولسمشر او عبدالله عبدالله د ملي يوالي حکومت د اجرايي رييس په توګه کار پيل کړ. په مشرانو جرګه کې د دايکنډي استازي علي اکبر جمشيدي پرون د جرګې په غونډه کې وويل: « په سوله ييز ډول د واک د لېږد له امله زه ټولو افغانانو ته مبارکي وايم» دی وايي د ملي يوالي حکومت د ټولو د خوښې حکومت دى، خو د هغه په وينا، په داسې حال کې نوى حکومت د واک لېږد ترسره کيږي،چې هېواد په سياسي، اقتصادي او امنيتي برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دى . دى وايي، افغانان هيله لري چې نوى حکومت وکولاى شي دغه ستونزې حل، احمدزى او عبدالله له خلکو سره کړې ژمنې عملي کړي. په ياده جرګه کې د کابل استازي نثار احمد حارس هم په سوله ييز ډول د واک د لېږد هرکلى کوي او وايي،چې د ملي يوالي حکومت بايد د امنيت د ټينګښت ترڅنګ د ګاونډيو هېوادونو پر وړاندې روښانه تګلاره اعلان کړي. هغه زياته کړه : « پرون په کابل کې د تحليف مراسم ترسره کېدل او ګاونډيو خپل بريدونه کول؛ حکومت بايد پر خپل بهرني سياست غور وکړي.» وړمه ورځ په کابل کې يو ځانمرګى بريد او درې چاودنې وشوې او په ټول هېواد کې د جګړو له امله ٢٨ تنه مړه او ٣٠ نور ټپيان شول. حارس ټينګار وکړ،چې حکومت بايد يوازې د ځانګړو ورځو لپاره نه ، بلکې د تل لپاره په ټول هېواد کې امنيت تامين کړي ، ترڅو خلک وکولاى شي په سمه توګه د ژوند چارې پرمخ بوځي. په ياده جرګه کې د بدخشان استازې ګلالۍ اکبري هم د نوي حکومت هرکلى کوي او وايي،چې دغه حکومت بايد امنيتي برخې ته ډېره پاملرنه وکړي. هغې زياته کړه : « زما غوښتنه له نوي حکومته دا ده،چې د تېر حکومت لاسته راوړنې وساتي، خو هغه څه چې تېر حکومت موږ ته رانه کړل ، هغه امنيت و، موږ له نوي حکومت نه د امنيت د تامين غوښتنه کوو.» د اکبري په وينا، د ملي يوالي حکومت بايد د وسله والو مخالفينو پر وړاندې خپل دريځ روښانه کړي، ترڅو وکولاى شي هېواد ته سوله راولي. په مشرانو جرګه کې د هرات استازې طيبه زاهدي وايي،چې د ملي يوالي حکومت بايد پر خپلو ژمنو ودريږي او کار وړ کسانو ته وسپاري . هغې زياته کړه:« په سوله ييز ډول د واک انتقال د افغانستان خلکو د راتلونکي لپاره يو شين څراغ دى او موږ دغه حکومت په ښه فال نيسو.» د مشرانو جرګې يو شمېر نورو غړيو هم ورته نظر درلود. د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمدعلم ايزديار چې پرونۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه، هم په سوله ييز ډول د واک له لېږد څخه هرکلى وکړ او ويې ويل،چې د ملي يوالي حکومت بايد په هېواد کې امنيت ټينګ او د سولې راوستو لپاره لازمې هلې ځلې وکړي . ده وويل،چې د حکومت د بهرني سياست د لا روڼتيا لپاره بايد د نوي حکومت هرڅه ژر د هېواد د سياست د اساسي كرښو طرحه ملي شورا ته د تصويب په موخه واستوي. د اساسي قانون د ٦٤مادې له مخې، د هېواد د سياست د اساسي كرښو ټاکل د ملي شورا په تاييد د ولسمشر له واکونو څخه دى .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery