مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-01   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د تاریخ دیارلس پاڼی ـــــ


وړوکۍ وم، خو کلک می یادیږی، کابل د ښکلو ښار وو، د پیغلټو او ځوانانو په شوڼدو به یي تل د خوښۍ مسکا خوره وه، په ښونځی کی به مو د (وطن عشق تو افتخارم) ترانی ویلی، د ملک سرلوړی او عزت به مو ستایی، د سیمی په کچه مو خورا ځواکمنه اردو درلوده، منصبدارن مو صادق،‌ په وطن مین، او ایمانداره وو،رشوت لوی عیب وو،‌ غل او ډاکو په ټولنه کی رټل شوی ځیری وی، مرحوم ډاکټر صاحب به تل د سر او سنګر خبره کوله، سوله او وروری به یادوله، مینه او صداقت به یادوه.

خو ددی سپرلی ګلان لا پوره نه وو غوړیدلی، د افغانستان د تل پاتی سولی پلان د پردیو دسیسو ښکار شو، د مجاهدینو اوه یا ډیری ډلی کابل ته راغلی، د موقتی اداری تر مخه دافغانستان ټول بیت المال تالا شو، اردو لړنګه شوه، ګودامونه چور شول، سلاح کوټونه چور شول، ملی شتمنۍ له منځه لاړی، او د کابل زرین ښارګی د ډلو ټپلو تر منځ وویشل شو، خپل منځی جګړه پیل شوه، کابل تر ۷۰ فیصدو ډیر لړنګ شو، ۷۰۰۰۰ د کابل ښار بی ګناه اوسیدونکی په شهادت ورسیدل، د ښکلیو کابل په هدیره بدل شو، د قتلونو په نندارتون بدل شو، د هیځ افغان ځان، ناموس، او مال په امن نه وو. په میلونونو افغانان پاکستان، ایران،‌او نړی ته مهاجر شول، ځوک په لاروکی وحشی ځناورو وخوړل، ځوک په اوبو کی غرق شول، او ځوک د پردیو پوله ساتو پوځونو لخوا په شهادت ورسیدل. دی حالت پنځه کاله افغانان په هرنوم وځپل او ووژل.

طالبان را وبريښدل، آوازی ګډی شوی، طالبان دی سپین ملایان دی،د دین چړیان دی، په مرمی نه لګیږی، پاټکونه یی ټول کړل، غله به یی په ځوساعتونو کی په دار وځړول، قاتلین او کوتاه الطریقان به یی قصاص کول، د دوی په خوله د "شر او فساد" ګلم یی له بولدک نه تر تورخمه، له تورخمه نه تر آمو، او له آمو تر میرانشاه ورټول کړ. دخلکو مال، ناموس،‌او ځان په امن شول، غلا ورکه شوه، خو لمونځ په زور شو، او مسلمانی په سوټی. بله خوا، ښځی له ښونځیو منع شوی، د هیواد ډیرۍ عصری ښونځۍ په دینی مدرسو بدلی شوی، کار او روزګار چی له پخوا نه وو، نور هم ورک شو، د ملک ټولی اساسی چاری په ریښتی ډول له پاکستان نه اداره کیدی،له نړی سره مو هیځ راکړه ورکړه نوه، او افغانستان د نړیوالو چپی او یاغی ډلو ټپلو په اوجوره بدل شو. داتباعو ټولی اساسی او معنوی آزادی نقض شوی، له دولتی راډیو پرته د مطبوعاتو په نوم ځه نه وو. د افغانستان تر ۹۶فیصدو ډیره خاوره طالب جنګیالیو نیولی وه،کابل ته د راتګ سره یی مرحوم ډاکټر صاحب او دده کشر ورور په آریانا ځلور لاری کی په دار وځړول، کابل بل رنګ واخیست. داځل کابل د چیچینیانو، ازبکو، عربو، پنجابایانو په اډو بدل شو، د جنګ په کرښو کی په لسګونو او سلګونو پنجابیان ،عرب، نور او نور جنګیدل، دا ځلی د هیواد شمال د جګړی په توده کرښه بدل شو، د بامیانو بوتان لړنګ شول، د هیواد معنویت په ټوله کی تر پوښتنی راغی، او د نړی ستر ډاکو د افغانانو میلمه شو...... خو دغه حالت هم تر پنځو کال ډیر و نه چلید.

نوی پاڼه ـــ په درونټه کی په لیله کی وم، د شپی شا او خوا نهه بجی کیدونکی وی، ملګرو بی بی سی ونیوه، پیل شوه، "دا لندن دی!!" د آمر مسعود د زخمی کیدو خبر یی خپور کړ، خو ملګرو ویل، چی کیدای شی دروغ ووایی، مړدی. اول ځل می د انتحاری یا ځانمرګی کلمه واوریده،‌ ځان می زیږ شو، او چورت یووړم........
وضعیت احساس غوندی وو، زهنی سکون له منځه ولاړ، دوه ورځی وروسته بیا په همغه وخت مو بی بی سی ونیوه، پیل شوه,"دالندن دی!!" داځل یی د نیویارک د برجونونه د لړنګیدا او د ۳۵۰۰کسانو د مرګ خبره وکړه، زمونږ د ټولو ملګرو روانی حالت بل رنګ واخیست، حیران وو چی سبا به بیا ځه کیږی، خو دا ځل زمونږه (افغانانو) میلمه ټټر ورته وواهه، دغه وو، چی جورج بوش امر وکړ او امریکایی فوځیانو افغانستان ته را ودانګل!
نن له هغی ورځی دیارلس کاله وشول، د تاریخ دیارلس پاڼی واوښتی، کرزی صاحب نوی ځیره وه،په تاریخ کی تکرار شوی خو بیخی نوو، او له هیځ نه سړی ولسمشر شو! دافغانستان معارف یی له سره پرانیست، دښځو په مخ د معارف ټړلی دروازی بیا پرانیستل شوی، پوهنتونونه بیا له ګڼی ګوڼی ډک شول،علم، هنر،‌او پرمختګ ته لوړه لیوالتیا پیدا شوه. افغانان هر ځوک او هر چیرته چی وو بیرته افغانستان راغلل، د پرمختګ لیوال وو، خلقی، پرچمی، اخوان، مجاهد، شولیی، او نور او نور سره ګډ کښیناستل، پارلمان جوړ شو، ولایتی شوراګانی جوړی شوی، د دولت دری ګونی قواوی تکمیل شوی، پانګونی وشوی، د ننه په هیواد کی او له بهر سره تجارت پیل شو، صادرات او واردات پیل شول، دملی اردو او ملی پولیسو تهدابونه بیا کیښودل شول، امنیت و روغول شو، د هیواد اساسی قانون تصویب شو، دلمړی ځل لپاره ټولټاکنی وشوی، ولسواکی تجربه شوه، دلمړی ځل لپاره خلکو خپل ولسمشر و ټاکه، روغتیایی مرکزونه ورغول شول، د هیواد لوی سړکونه ټول پاخه شول، دولت ملی شتمنی پیدا کړه، رسنی مو لکه ستوري داسی وبريښیدی، د سپورت اتلان مو په نړیوالو ډګرونو کی وځلیدل، ځوانانو مو لوړی او معیاری زده کړی وکړی، د کابل ښار ګوټی دا ځل په مډرنه نقشه ورغول شو، همدارنګه دولتی اداری مو د معیاری کیدو پخوا روانی دی، معارف مو په ښه کیدو دی، ملی اردو او ملی پولیس مو ځواکمن دی، ملی هویت مو د نړی په کچه بیا ورغول شو، په نړی کی مو سیاسی نمانیده ګۍ بیا پرانیستل شوی، د اتباعو حقه حقوق تر ډیره بریده محفوظ شول، له نړی سره مو دیپلوماتیکه او تجارتی راکړه ورکړه توده روانه ده. ځوان او مدبر دیپلوماتان لرو، د نړی په کچه ډاکټران لرو، ځوان ساینس پوهان لرو، د دولت په کچه دښځو وڼده خورا لوړه ده، او داسی لسګونه نور او نور......لرو او شویدی! خو تر ټولو بیا مهمه زمونږه د دوهم ځل ټولټاکنو پروسه او له یوه ټاکلی ولسمشر نه بل ټاکلی ولسمشرته په سولیزه فضا کی دواک سپارل وو........کرزی صاحب له پورته معنوی، سیاسی، او اقتصادی لاسته راوړنو سره سره دیوه مدبر،‌متمدن، ځواکمن ، او سوله پال افغانستان تهداب کیښود. غښتلی سیاسی فرهنګ، دوحدت پالنی، او تحمل لوړ دود یی افغانانو ته په میراث پریښودل!!دافغانستان تاریخ به دغه دیارلس پاڼی په زرینو کرښو ولیکی او د ښاغلی کرزی صاحب نوم به د هیواد د اصیلو بچیانو په نوملړ کی تل پاتی او ژوندۍ وی!! 
سرلوړۍ او آباد د وی افغانستان او دافغانستان ریښتنی خادمان!!


جا وید (نوریوال)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery