مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-01   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

نوی حکومت د خوشبينۍ او بدبينۍ تر منځ

ليکنه: جانان مومن/ کندهار


د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په وروستۍ اونۍ کي دوې داسي تڼاکي وچاودلې، چي هيواد او اولس داوړه ئې په خورا سختو ستونزو او مشکلاتو کښې ايستلی وو. يوه د ټاکنو سخته او ستوخه پروسه وهچي تېر کال دا وخت ئې کيسه پيل سوې وه، د ډېرو ترينګلو حالاتو، لوړو ژورو، داخلي او خارجي لاسوهنو په نتيجه کي ئې بالاخره تېره اونۍ د بهراني کېدو حالت وژغورل سو او په ښکاره دا تڼاکه له ناسوري زخمه ساتل سوې غوندي ښکاره سوه. بل هم له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيک تړون موضوع وه، چي ددې کش هم تر دوو کلونو اوړي، خو تڼاکي ئې په روانه اونۍ کي سر وکړ.
ددې دوو مسئلو کشوپش د هيواد پر هر اړخ خورا ژور منفي تاثيرات وکړل، له اقتصادي پلوه په ميليارډونو ډالره تاوان، د ناامنيو ډېرېدل او دې ته ورته نور هغه زيانونه دي، چي افغانستان غوندي يو بېوزله او د بل پر مرستو تيکه هيواد به ئې جبران په خورا ډېر وخت وکړي.
اساسي خبره دا ده، چي دې دوو مسئلو ولي ډبره واخيسته، علت ئې څه ووچي خبره له نارمل حالته ووتل او بيا آيا! دا يوه اړتيا وه چي نوی حکومت دي د ملي وحدت په نامه راپيل سي؟ که يوه مخکي له مخکي جوړه سوې طرحه وه؟ په همدې ترتيب د لوړي په دوهمه ورځ له امريکا سره د تړون لاسليک ولي دومره عاجلانه وو؟
اوبو اخيستي ملت زګ ته په لاس اچولو د ځان ژغورني احساس کوي، او داسي محسوسوي، چي د ملي حکومت تر چتر لاندي اداره به تر يوې رهبرۍ، يوې ستراتيژۍ او يو پاليسۍ لاندي ګډ کار پيل کړي، په شپه او ورځ خدمت کولو سره به هغه تاون پرې کړي، چي د دوی د بري له برکته هيواد او ملت ته اوښتی دئ. همداراز د امريکامتحده ايالاتو سره د ستراتيژيک تړون لاسليک هم ممکن په نېکمرغه راتلونکي تعبير کړي.
ملت ملامت نه دئ، دې خاوري او دې اولس سخت کړاونه، دردونه او غمونه ليدلي او زغملي دي، دوی له دې بېري چي تېر ئې بيا په نصيب نه سي، ددغو روانو کشالو د سطحي کتلو په صورت کي په هر څومره نازک سپڼسي د بهران په مخنيوي خوشحاله دي.
خو که ژور وکتل سي، نو د يوې سپۍ ايندې بېره به محسوسه سي، د چاودلو ټناکو ميکروبي او زهرجني اوبه به مو وجود نور هم را ککړ او زهرجن کړي، ښايسته سپين او غر و فيل زګ به مو نور هم ګردابونو ته په خوله ورکړي، او بيا به خدای (ج) خبره ددې خوږمن افغان انسان ټوکر ټوکر او ستړی هلاک وجود چيري، څه وخت او څنګه وليدل سي؟
د ملي يووالي حکومت په څه مفهوم؟ ايا مخکنی حکومت د يوه قوم، يوه ټبر، يوې سيمي او يوه مذهب له سړيو جوړ وو؟موږ وليدل چي په هغه اداره کي هم تر ټولو غوښينه برخه د هغوی وه، چي نن د ملي يووالي د جبري حکومت په چوکاټ کي سره راغونډ سوي دي.
اندېښنه دا نه ده، چي ولي تر ياد نامه د ټاکنو ستوخي پروسې ته پای ورکړل سو، او يا هم ممکن ځيني کسان په دې دليل ځان قانع کړي، چي د نوي حکومت ترکيب او ترتيب په نړۍ کي مروج صدراعظمۍ ته ورته دئ، نو په دې کي به څه بدي وي.
اصلاً بهرنيانو د خپل همېشني عادت له مخي زموږ د ملي ارزښتونو د بدنامولو په لړ کي موږ ته د ديموکراسۍ دا نوی او منل سوی اصل چي نور به د نړيوالو په څېر خپل د هيواد مشر د ملت د ارادې پر اساس ټاکنو، هم را بدنامه او بې ارزښته کړ. اوس ګروم دا دئ، چي د نوي ملي يووالي په نامه د حکومت ((چي په اصل کي ئې ترتيب او ترکيب د همدې مضرو نړيوالو د لاسوهنو زېږنده دئ،)) د پنځه کلني دورې ((چي د موجوده اندېښنو له مخي فکر نه کيږي، تر پايه دي پايښت وکړي،)) وروسته به په ټاکنو کي بيا د بايلونکو او ګټونکو ټيمو تر منځ جنجالونه او کشمکشونه شروع وي، يو به د بري ادعا کوي او بل به د درغلۍ او بهران جوړوني خبري کوي، ځکه خو دوی ئې دا ده خښته کښېښول.
نوی حکومت چي مطلق د يوې جبري بهرنۍ بدرنګي طرحي پر اساس جوړ سوی دئ، داسي چي درست حکومتي تشکيل به د دوو ډلو په منځ کي وېشل کيږي، هر ګړی او هره لحظه، پر هري خبري او هره نقطه د ټکرونو او اختلافونو اندېښنې محسوسېږي، حتا تر دې پوري چي هره ورځ به د ملي ټلوېزيون کارمندان پر دې ګواښېږي، چي لومړی بايد د نظام د کوم چلونکي خبرونه خپاره کړي او بيانو په هغه صورت کيهم چي د مضرو بهرنيانو هڅوني او لاسوهني لاموجودي وي.
د امريکا سره د ستراتيژيک تړون د لاسليک پر وخت که چا په افغانستان کي ددې هيواد پر سفير پام کړی وي، داسي محسوسېدئ، لکه پر يو چا چي لار وهي، هڅه ئې دا وهچي لومړی ئې لاسليک کړي، ژر ئې لاسليک کړي او چټک له تالاره ووځي. دې حالت او دې نندارې ته په کتو سړی اندېښمن کيږي، چي ولي دوی دومره عاجله لرله او ولي تر موږ دوی ورته خوشحاله ول؟
طبيعي دهچي امريکا به د خپل دې ارمان په پوره کېدو سره په افغانستان او سيمه کي خپلو موخو ته ځان په اسانۍ ورسوي، خو که زموږ د ملي يووالي د حکومت د سر سړي د ماشومانو غوندي هر کله پر هره لويه او وړه خبره سره ښکر په ښکر وي، او يا هم د پرديو په لمسون يو د بل په وړاندي خنډونه او ناوړه پلانونه طرحه کړي، د يو سپېڅلي ملي احساس پر اساس دغه درپدره ملت او ټوکر ټوکر هيواد ته تر يوې رهبرۍ، يوه مديريت او يوې ستراتيژۍ لاندي کار ونه کړي، له زړونو کرکي او نفرتونه ليري نه کړي او بالاخره په پوره تدبير او اخلاص سره ګډ کار ترسره نه کړي، نو امريکا به خپله ګټه کړې وي، موږ به تر بدو بدتر يو، هيواد به د يو ناڅرګند برخليک سره مخ وي، قرآن اخيستونکي به قرآن وهونکي سي، او په تېر پسي به ارمانجن يو.
د هيواد او ملت د نېکمرغه راتلونکي په هيله.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery