دخپریدو نیټه : 2014-10-01 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
یوه امریکایي سناتور له اوباما غوښتي چې له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو له پلانه تېر شي
احمدفیصل
یوه جګپوړي امریکايي سناتور د دغه هیواد له ولسمشر بارک اوباما څخه وغوښتل چې له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو له پلانه تېر شي. سناتور لیندسي ګراهم خبرداری ورکړ چې که ولسمشر اوباما له افغانستانه د ټولو پوځیانو د ایستلو له پلانه تېر نه شي هغه څه به په افغانستان کې پېښ شي چې په عراق کې وشول. د دیموکرات ګوند غړي او د امریکا په مشرانو جرګه کې د جنوبي کارولینا استازي سناتور لینسي ګراهم د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي موافقې له لاسلیکېدو وروسته فکس نیوز ته ویلي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ لاسلیک شوی تړون ښه تړون دی، ځکه د ده په وینا امریکا له قانوني خوندیتوب پرته په نورو هېوادونو کې خپل پوځيان نه شي پرېښوودلی. ده د امنیتي تړون د لاسلیک له کبله ولسمشر غني ستایلی او ویلي یې دي چې هغه به د امریکا یو مهم متحد وي.