دخپریدو نیټه : 2014-10-02 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
په کندوز کې ۱۰طالبان وژل شوي او۱۵ټپیان دي
سید سلام
د کندوز ولايت په مرکز کې د ملي اردو د کومانډو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې ١٠ وسله وال وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.
د ملي دفاع وزارت وايي چې وسله والو مخالفينو ته ياده مرګ ژوبله د کندوز د مرکز په اړوند سيمو کې اوښتې، چې په ټپيانو کې د هغوى يو قوماندان هم شامل دى.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني وويل چې وسله والو مخالفينو ته دغه مرګ ژوبله له تېر ماښام راهيسې د ګورتپې په قشلش سيمه کې اوښتې .