دخپریدو نیټه : 2014-10-02 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په کاپیسا کې د وسله والو بریدونو خلک اندېښمن کړي
احمدفیصل
د کاپيسا ولايت د نا امنو سيمو اوسېدونکي وايي چې د لوى اختر په رانږدې کېدو سره د وسله والو مخالفينو بريدونو زياتوالي خلک اندېښمن کړي دي.د دغه ولايت د تګاب، اله سای او نجراب ولسواليو امنيت په دې وروستيو کې خراب شوى او ډېرى مهال ترې د جګړو او نښتو راپورونه ورکول کېږي.د تګاب ولسوالۍ يوه اوسېدونکي خليل وويل چې اختر ته لږې ورځې پاتې دي، خو د نا امنيو له وېرې خلک بازار ته نه شي تللى.بلخوا د اله سای د علاقدارۍ سيمې اوسېدونکی لال ګل وايي، هغه دولتي مامورين چې د اختر رخصتيو لپاره خپلو کليو ته راځي، نو په لاره وسله وال پرې بريدونه کوي.