مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-06   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

کرکټ لوبډلې د سپینو زرو مډال راووړ

احمدفیصل
د افغانستان د کرکټ الف لوبډله په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو د مډال تر ګټلو وروسته هېواد ته راستنه شوه. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي چې د الف لوبډله پرون له غرمې وروسته په داسې حال کې چې د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې یې دولتي چارواکو، د کرکټ بورډ مشرانو او د کرکټ مینه والو هرکلي ولاړ وو راستنه شوه. د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس شهزاده مسعود چې له الف لوبډلې سره سوېلي کوریا ته تللی وو، په هوایي ډګر کې پژواک ته ویلي چې د الف لوبډلې لوبغاړو په اسیایي سیالیو کې ډېره ښه لوبه وکړه او د سپینو زرو مډال یې ترلاسه کړ. هغه زیاته کړې چې که څه هم په دې سیالیو کې د بنګله دېش پیاوړې لوبډلې هم برخه اخیستې وه، خو هغوی درېیم او افغانستان دویم مقام خپل کړ. مسعود په دې سیالیو کې د ځوانو لوبغاړو د لوبې ستاینه وکړه. د اسیا د اولمپیک سیالیو د کرکټ په لوبو کې افغانستان نیپال او هانګ کانګ ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لاره موندلې وه، خو پای لوبه د سریلانکا په بریا پای ته ورسېده. په دغو سیالیو کې سریلانکا د سرو زرو، افغانستان د سپینو زرو او بنګله دېش د برونز مډال ترلاسه کړ.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery