مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-12   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ولي مهاتما ګاندي هیڅ کله هم د نوبل د سولي جایزې ګټونکۍ نشو ؟

پښتو ژباړه : نجیب الله ارغستاني
سرچینه : وال سټریټ ژورنال

 

پښتو ژباړه : نجیب الله ارغستاني

 

شا و خوا شپیته کاله وروسته له مړیني څخه یې ، مهاتما ګاندي ، د هندوستان د خپلواکۍ د حرکت مشر نن هم د سولي او د عدم تشدد تر ټولو لوی سمبول ګڼل کیږي .

دا پوښتنه تر اوسه هم پاته ده چي ده ته د د سولي لپاره د درېدني ،  پنځه ځلي نوماندېدو او درې ځله لنډ نوملړ ته د رسېدو سره سره ولي د نوبل جایزه ورکړل نه شوه ؟
 
دا پوښتنه بیا هغه وخت را ژوندۍ شوه چي د تیري جمعې په ورځ د هندوستان څخه کیلاش ساتیارتي د ماشومانو د حقوقو یو فعال او پښتنه ملاله یوسفزۍ د نوبل د سولي جایزه یوځای لاس ته راوړه .

وویند ستینرسین یو ناروی الاصله تاریخ پوه او د نوبل جایزې تجربه لرونکي ، وال ستریت جورنال ته وویل چي ښاغلي ساتیارتي ته د دې جایزې وړاندي کول د کمېټې له خوا یو ډیر عاقلانه ګام وو.
« دا تل د وجدان لپاره لوی خجالت وو چي ګاندي ولي دا جایزه خپله نکړه ، خو موږ پوهيږو چي کمېټه د ډیري مودې نه د یوه هندي شخصیت په لټه کي وه »

 

د نوبل د سولي جایزې په رسمی ویب پاڼه کي د ټاکني کمیسیون دې پوښتني ته چي ولي ګاندي دا جایزه خپله نکړه ځیني دلایل وړاندي کوي چي :


په ۱۹۳۷ م کي د ګاندي د نوماندېدو په لړ کي د کمېټي یو خاص مشاور جکوب مولر دده په اړه ډېر جدي وو چي: « ګاندي ، پرته له شکه یو ښه ، نجیب ، اخلاص مند ، تکړه او د ویاړ وړ سړی وو او د ډیرو هندیانو په زړه کي یې ځای درلودی.»
په  عین حال کي ، وارم مولر لیکي : « د ګاندی عقاید ډېر تیز بدلېدونکي لیدل شوي حتی  ځيني وخت به ۱۸۰ درجې تغیرات ورکي لیدل کېدل ځکه به  یې ډېرو ستونزو سره خپلو طرفدارانو ته قناعت ورکوۍ ؛ هغه یو مبارز ، یو دیکتاتور ، یو خیالي او یو ملیګرا (نشنلسټ ) ښکاره شوی وو، په لومړیو کي ډېره مسیحي بڼه  وروسته یو عادی سیاسی سړی !
ګاندي د سولي په نړیوال حرکت کي ډیري ستونزي درلودې.... دوامداره سوله ایز نه وو او بله داچي ګاندي زیاتره اوقات نه پوهېدی چي دده سوله ایز او د عدم تشدد عکس العمل د انګرېزانو په وړاندي اکثره د جګړی ، ترهګرۍ او د خشونت لامل کېدای سي . »

وارم مولر په دې آند دی چي ګاندي یو هندي نشنلسټ و « ویلای شو چي د ګاندي مشهوره مبارزه په جنوبي افریفا کي یوازي د هندیانو د دفاع څخه وه ، په داسي حال کي چي تور خلک ( د تور نژاد اوسېدونکي ) په جنوبي افریقا کي د هندیانو په مقایسه په ډیرو سختو شرایطو کي اوسېدل. »

د کمېټې یو بل غړی لیکي چي : « ګاندي نه یو رښتینی سیاست پوه ، نه د نړیوال قانون طرفدار ، نه د عامو خلکو د سوکاله ژوند برابرونکی او نه د کوم نړیوال سوله ایز کانګریس بنسټ ایښودونکی وو .»

ګاندي بیا په ۱۹۳۸م او ۱۹۳۹م کلو کي د دې جایزی لپاره یوازي نوماند شو خو مخ ته نه ولاړی،  تر کله چي په ۱۹۴۷ م کي یي نوم په شارټ لست کي د دوهم ځل لپاره ولیدل شو لیکن د د ټاکنيزي کمېټې مشر، جینس اروپ سېپ يې په اړه چندان جدي نه وو.
نوموړی د ګاندي په اړه وايي چي : « دا رښتیا ده چي ګاندي د نوماندانو په منځ کي تر ښولو ښه شخصیت دی ، دده په اړه ډیر ښه ټکي لیدلای شو،  ګاندي ته یوازي د سولي لپاره سفیر نه  بلکی تر ټولو لوی وطن دوست هم ویلای شو . موږ باید دا له پامه لري نه کړو چي د دې ټولو ښېګڼو برسېره ګاندي یو ښاه مشاور او وکیل هم و . »
جینس اروپ سېپ په آخر کي وايي  « ګاندي
 زموږ د خوښي وړ و خو زموږ د قناعت وړ نه ! »
د دریم ځل لپاره په ۱۹۴۸م کي ګاندي د خپلي مړیني څخه څو ورځي مخکي آخري نوملړ (شارټ لسټ) ته ورسېد خو مړیني یې د کمېټې غړي په دي فکر بوخت کړل چي د ګاندي له مرګه پس جایزه ورکړي که نه ؟

 د دې کمېټي د ملاحضاتو په اساس دوی کولای شول چي ګاندي ته د ځيني شرایطو سره جایزه ورکړي خو « موږ کولای شو چي دا جایزه ګاندي ته  ورکړو خو څرنګه چي ګاندي په کومي ادارې پوري تړلی نه وو او نه یې د ځانه کوم ملکیت پرېښود او نه يې غوښتل ؛ نو موږ جایزه چا ته تسلیم کړو ؟؟ » کمیټه

بلآخره کميټې پریکړه وکړه چي جایزه به په هغه کال هيچا ته نه ورکوي او اعلان يې وکړ چي « سږ کال د دې جایزې لپاره هیڅ کوم ژوندی وړ کاندید نشته ! »

وېبوتي اګروال

وال سټريت ژورنال ( د هند څانګه )

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery