مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-18   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ډاکتر عبدالله: راتلونکي پنځه کاله به د خلکو د خدمت لپاره وي

احمد فیصل
د حکومت اجرايي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنيز نظام پر سمون د ټينګار تر څنګ وويل چې راتلونکي پنځه کلونه به د خلکو د ژوند د سوکالۍ لپاره د زحمت او هڅو کلونه وي. عبدالله پرون د بلخ ولايت له يو شمېر مشرانو سره په خپل کور کې په ليدنه کې وويل چې خلکو د خپلو حقونو اعاده، د قانون حاکميت، خدمات، سالمه اداره او له فساد سره مبارزه غواړي او د نوي حکومت پيل به په ځانګړي ډول د خلکو د برخليک په ټاکنه کې ستر ګام وي. د حکومت اجرايي رييس وويل چې په راتلونکو پنځو کلونو کې جدي کارونه شته چې د زحمتونو په قبلولو سره بايد ترسره شي او د خلکو د ارام او غوره ژوند لپاره اړتيا ده چې هغوى هم د حکومت له مشرتابه ملاتړ وکړي. ډاکټرعبدالله زياته کړه: ((د خلکو په ژوند کې تر ټولو مهمه مسئله امنيت دى، د وزګارتيا له منځه وړل، د ځوانانو حق دى، د ښځو او خلکو د حقونو خوندي کول دي چې خلک يې غوښتنه کوي.)) نوموړى وويل چې افغانستان د خپل سياسي تاريخ په نوي پړاو کې دى، د ملي يووالي حکومت جوړښت د خلکو د هيلو په پوره کولو کې يو ستر ګام دى او دا لومړى ځل دى چې يو حکومت د رايه ورکوونکو په رايه جوړېږي. نوموړي د ټاکنيز نظام پر سمون د ټينګار تر څنګ وويل چې د ولسوالۍ شوراګانو او پارلمان ټاکنې به ډېر ژر ترسره شي، دوى به د ټاکنيز نظام سمون ته زمينه مساعده کړي او د ټاکنو قانون په اصلاح سره به راتلونکې ټاکنې په قانومندانه توګه ترسره شي. دا په داسې حال کې ده چې د حکومت اجرايي رييس ډاکټر عبدالله د يو شمېر نورو ولايتونو له مشرانو سره ليدنه او خبرې وکړې.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery