مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-19   مخپرونکئ : 086 - دبېنواخبریال- هرات

له چین سره دسنکیانک دبندر فعالول

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

منتخب ولسمشر ښاغلي اشرف غني احمدزي ته وړاندیز
۱ ښاغلۍ ډاکټر اشرف غني احمدزی !
موږ دنوي نسل په استازولۍ غواړو خپل لومړیتوبونه په ترتیب له تاسو سره شریک کړو.

 په لومړي کال کې غواړو دافغانستان لپاره په حیاتي موضوعاتو تمرکز وکړئ اوستاسو له قول سره سم په شپږو لومړیو میاشتو کې ولس ته په دې هلکه راپور ورکړئ : دبدخشان ، تخار اوهغو سیمو امنیت ټیڼګول چې دبدخشان له لارې موږ له چین سره نښلوي اوله چین سره دسنکیانک دبندر فعالول په تیرو دولسو کلونو کې افغان دولت له پاکستان سره دټرانزیټ یو تړون لاسلیک کړ (APTTA)چې افغانستان به کولی شي دکراچۍ اوواګه بندر له لارې مختلفو هیوداونو ته دتوکیو لیږد رالیږد وکړي مګر دغه تړون دااجازه نه ورکوله چې له هندوستان هیواد څخه افغانستان ته توکي راولیږدول شي اوهمداراز دغه تړون په بشپړه توګه نه عملي کیدو دهغوتوکیو په لیږد رالیږد کې چې افغانستان یې دصنعتي خودکفايې په لور سوق کولو دپاکستان لخوا مخنیوی کیدلو اوسوداګر به دې ته تشویقیدل چې داکار په پاکستان کې وکړي له همدې امله افغان دولت په دې فکر کې شو ترڅو نورداسې بدیلونه پیداکړي چې په پاکستان باندې زموږ اتکاراکمه کړي یو له هغو څخه له چین سره دافغانستان نښلول دسړکونو اودریل دپټلیو له لارې و، ځکه چې زموږ ډیر سوداګر اوصنعت کاران له چین هیواد سره چې زموږ سره پوله لري راکړه ورکړه لري .

یوازینۍ لاره چې کولی شي موږ له چین سره ونښلوي په شمالي بدخشان کې دواخان ولسوالي ده چې له دغې لارې موږ کولی شو له چین سره دسړکونو اوریل پټلۍ له لارې ونښلو. دافغانستان اسلامي جمهوریت اودامریکامتحده ایالاتو په ۲۰۰۲ کې ددغولارو لمړنۍ سروې بشپړې کړې دي . نوموړي سروي جوتوي چې دچین اوافغانستان ترمنځ په دغه لاره کې له ۲۷۰ تر۳۰۰ کیلومترو پورې لاره غرنۍ ده په دې مانا چې له سختو غرونو څخه تیریږي چې دبدخشان اوچین ددغه سیمې دسوړ اقلیم له امله ددغه سړک دحفظ اومراقبت اوپرانستي ساتلو چاره یو څه ستونزمنه اوله مصرفه ډکه ده . که څه هم دامریکا متحده ایالاتو اوناټو دچین هیواد دې ته تشویق کړی ترڅو دواخجیر لاره چې دسنکیانک دیوغرو په سیمه کې موقیعت لري پرانیزي ترڅو دافغانستان اوچین داقتصاد دلاغوړیدو سبب شي مګر په هغه وخت کې چین اړینه پاملرنه ونه کړه د۲۰۰۹ کال څخه وروسته دچین پاملرنه دې لارې ته ډیره شوې ده ویل کیږي چې چین په خپله خواکې د۷۵ کلیومټره په اندازه سړک دواخان پولې ته راپوخ کړی دفایبر اپټیک مزی یې تردې ځایه راغځولی اوځینې دموبایل ټیلیفونونو تاسیسات یې هم دخپلو هغو پوځیانو لپاره چې په پوله کې پراته دي جوړکړي دي .

.افغان دولت باید نړیوال متحدین اوپه ځانکړي ډول دچین هیواد دې ته تشویق کړي ترڅو په دغه لارو پانګونه وکړي ، له یوه پلوه به دچین هیواد اوپانګوال په ډیره اسانۍ سره وکړی شي چې دافغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي اوډول ډول محصولات یې خپل هیواد ته ولیږدوي اوله بله پلوه به وکولی شي له همدغې لارې چین له منځنۍ اسیا اونورو هیوادونو سره ډیرپه اسانۍ ونښلي اوخپل محصولات به تردغو هیوادونو ورسوي .

 بل داچې دافغانستان اوچین دواړو اتکا به پرپاکستان کمه شي اودپاکستان له مغرضانه مزاحمتونوبه خلاص شي . همداراز افغانستان به ډیر په اسانۍ سره وکولی شي دچین دهیواد محصولات اودخپل هیواداړتیاوي له دغې لارې دچین له هیواد څخه پوره کړي . دیاونې وړده چې دواخان له لارې په ډیر نږدې ډول پاکستان هم غواړي له تاجکستان اوله دغې لارې له منځنۍ اسیا سره ځان ونښلوي. که چیرې افغانستان دچاه بهار، اوواخان له لارې دهندوستان ، چین اونورې نړۍ سره ځان ونښلوي دافغانستان اتکا به پاکستان ختمه شي اوبیا به پاکستان ددې لپاره چې له منځنی اسیا اونورې نړۍ سره ځان ونښلوي ، یا خپله انرژي اونور ضرورتونه له منځنی اسیا پوره کړي دافغانستان لمن نیسي ، چې ښه مثال یې دکاسا ۱۰۰۰ اوټاپي دګازودنل لیکې پروژه ده.

مننه

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

 ۱۹/۱۰/۲۰۱۴ کابل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery