مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-20   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

کندهار : پر زورواکو د بريښنا مزي قطعه کيږي .

لودين

په کندهار کې د زورواکو له لوري د بريښنا ميلونونو افغانۍ نه ورکول کيږي او د بريښنا رياست پرې بريښنا قطع کړې ده
د بريښنا شرکت چارواکي وايې ، چې په خپله پريکړه کې جدي دي او هيڅ چا ته به اجازه ورنه کړي چې د غيرقانوني بريښنا څخه ګټه واخلي .

له هغي وروسته چې د ټول هېواد په کچه د بريښنا د بېل د نه تحويلۍ او د  خپل سري  بريښنا د  کاريدونکو  پر ضد کمپاين پيل سوى ،  ور سره سم په کندهار کې هم د زور واکو په وړاندي دا اقدام سوى دى او پر هغه ودانيو او تاسيساتو بريښنا قطع کيږي چې يا خو ميټر ونه لري او يا خو ترې غير قانوني ګټه پورته کوي.
د کندهار د بريښڼا رياست تجارتي مرستيال امان الله ايوب فاروقي ددي کمپاين پر مهال وويل  ، چې د ګڼ شمېر زور واکو د بريښنا مزي يې غوڅ کړي دي او لا يې هم کارونه روان دي.
نوموړي وويل  په کندهار کې ځيني زور واکي سته ،  چې دوى ته د بريښنايې مزي د پريکيدو اجازه نه ورکوي .

په کندهار ښار کې زياتي دولتي ودانۍ، او وسله لرونکي زور واکي سته دي چې د بريښنا رياست د کلونو کلونو پيسي يې نه دي ورکړي او له همدي امله په ميلونو افغانۍ پوروړي دي.د کندهار د بريښنا رياست تجارتي مرستيال وايې چې د زور واکو مزي قطع کوي خو که چېري يې پور ور نه کړ او يا يې زور وکړ نو نومونه به يې د رسنيو له لوري افشا کړي.هغه په کندهار کې د زور واکو په وړاندي د خپل کمپاين د دوام خبر ورکړ او وايې چې هڅه کوي د بريښنا د بې ځايه مصارفو مخنيوى وکړي.

د کندهار په ښار کې د خپل سرو بريښنايې مزو د پريکيدو، د بېلونو د نه تحويل او نورو په وړاندي کمپاين په داسې وخت کې پيل سوى چې تيره اونۍ   افغان ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي له کندهاريانو سره د بريښنا د پيدا کيدو په برخه کې د ځانګړي تعقيب يادونه وکړه.
که څه هم د کندهار بريښنا له لويه سره جنجالي او کمزورې ده خو په دې وروستيو کې د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې رواني جګړې نوره هم ستونزه منه کړې او نژدې هره ورځ د بريښنا مزي شکيدلي وي .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery