مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د هلمند ځینو دولتي ادارو دری کاله د برېښنا بېل نه دی پرې کړی

احمد فیصل
د همند ولايت ځينې دولتي ادارو له تېرو دريو کلونو راهيسې د برېښنا لګښت نه دى ورکړى او سل ميليونه افغانۍ پوروړې دي. د دغه ولايت د برېښنا رياست مرستيال انجنير نصرت الله قانع وايي د ولايت مقام په ګډون يو شمېر دولتي ادارې له تېرو دريو کلونو راهيسې د برېښنا لګښت نه دى ورکړى او دغه کار لامل شوى د رياست پر چارو منفي اغېز وکړي. د قانع په خبره چې يوازې لږ شمېر دولتي ادارې د دوى پور ورکوي خو ډېرې يې د رسمي مکتوب ور لېږلو هم پور نه ورکوي. هغه وويل که دا پورونه ور نه کړل شي ښايي د بودجې له کسر سره مخ شي خو هغه د ولايت مقام او عامې روغتيا له رياست پرته د نورو پوروړو ادارو نومونه وانه خيستل. د هلمند سرپرست والي تورن جنرال محمدنعيم مني چې د ولايت مقام په ګډون ځينو ادارو د برېښنا پورونه نه دي ورکړي خو ويې ويل، تر اوسه د برېښنا لپاره دوى ته بوديجه نه ده ورکړل شوې. د ده په وينا، دې ستونزې ته دې د مرکزي دولت له خوا د حل لاره ولټول شوي. سرپرست والي دا هم وويل، يو شمېر ادارې له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې د برېښنا رياست پوروړي دي چې اوس د پور ورکولو توان نه لري. د لښګرګاه ښار اوسېدونکي عبدالله پژواک اژانس ته وويل چې دولتي ادارې بايد د برېښنا مصارف ورکړي؛ ځکه چې دا پيسې د دولت بوديجې ته ځي. هغه وويل چې ولس د برېښنا د لګښت بېلونه ورکوي نو دولت يې بايد ولې ورنه کړي؟ هلمند ١٦ ميګاواټه برېښنا لري چې د چارواکو په وينا د دغه ولايت پر يو شمېر ولسواليو سربېره يې يوه اندازه کندهار ولايت ته هم لېږدول شوې ده. په هلمند کې د کجکي او ګرشګ د برېښنا بندونه د ٣٣ ميګاواټه برېښنا د توليد ظرفيت لري خو موده مخکې د کجکي د يوه توربين د خرابېدو له امله دغه ظرفيت اوس ١٦ ميګاواټه ته راټيټ شوى دى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery