مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د کندوز زورواکي د برېښنا ریاست ۱۰۰ میلیونه افغانۍ پوروړي دي

د کندوز د برېښنا ریاست چارواکي د عوایدو د زیاتوالي د خبر ترڅنګ وايي چې شاوخوا ۳۰۰۰ زورواکو او دولتي ادارو د برېښنا تر سل میلیونه افغانۍ ډېر پور نه دی پرې کړی. د کندوز د برېښنا رییس انجنیز حمیدالله وايي زورواکي او یو شمېر دولتي ادارې دغو شاوخوا سل میلیونه افغانیو ته د غنیمت په سترګه ګوري او حکومت ته یې له ورکړې انکار کوي. دی وايي دغه کسان چې شمېر یې دریو زرو ته رسېږي له تېرو څو کلونو راهیسې د برېښنا بېلونه نه دي پرې کړي او اوس هم د خپلو پورونو پرې کولو ته نه دي چمتو. د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې ده ویلي: « شاوخوا سل میلیونه افغانۍ پر یو شمېر فرصت طلبه او منفعت جو افرادو او یو شمېر پوځي او ملکي دولتي ادارو د برېښنا د بېل له اړخه پاتې دي، خو دوی یې له ورکړې څخه ډډه کوي.» حمید وايي د برېښنا ریاست په ځلونو له امنیتي ادارو د دغو کسانو د جلب غوښتنه کړې خو هغوی له سر غړوونکو سره جدي چلند نه دی کړی. دی وايي چې پخوا یې د یو شمېر کسانو د برېښنا مزي هم پرې کړي؛ خو غیرې مسئولو کسانو بېرته تړلي دي. ده ګواښ وکړ که دغه کسان د برېښنا بېلونه پرې نه کړي نومونه به یې عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپاري. د کندوز د امنیه قوماندانۍ ویاند بیا وايي چې د برېښنا ریاست له لوري یې ځینې مکتوبونه ترلاسه کړي؛ خو دا په کې نه دي ویل شوي چې کوم کسان باید د پولیسو له لوري تعقیب شي. حسیني وايي هر زورواکی چې د برېښنا د پیسو له ورکړې انکار وکړي او برېښنا ریاست له دوی څخه مرسته وغواړي دوی به یې په نیولو کې بې غوري و نه کړي. له بلې خوا د کندوز د برېښنا ریاست چارواکي وايي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د برېښنا عواید ډېر شوي دي. د دې ادارې مشر وايي د کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې یې ۲۰۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. دی وايي چې د عوایدو دغه کچه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي. دی د دغه زیاتوالي لامل د کارکوونکو د وړتیاوو لوړوالی بولي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery