مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-20   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

سليمان لايق ولمانځل شو.


محبوب الله خان- کابل


د افغانستان وتلی شاعر او ليکوال ښاغلی اکاډمېسن سليمان لايق په کابل کې دسترې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شو.
دغه ادبي غونډه دافغانستان دقلم ټولنې له خوا دسلګونو ليکوالو او شاعرانو په ګډون  دتېرې شنبې پر ورځ د روان کال دميزان پر ۲۶ نېټه د کابل سټار هوټل په تالار کې جوړه شوې وه. یاده غونډه  چې د سليمان لايق : دادب پر هسک، اووه ځلانده لسيزې تر سرليک لاندې جوړه شوې وه داغلې سهيلا اصغري په وياندويۍ او دښاغلي محمد حسن حسام دپرانيستونکې  وينا تر څنګ هوسۍ لایق، غفور ليوال، پرتو نادري،  استاد عبدالله بختاني خدمتګار،استاد سعدالدین شپون، غلام نبي فراهي اومحمد نبي صلاحي  دښاغلي سليمان  لایق دادبي او هنري هڅو په اړه مقالې ولوستې او ويناوې  يې وکړې. دغونډې په پای کې ښاغلي سليمان لایق دخپلو څو شعرونو په اورولو سره له ګډونوالو مننه وکړه.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery