مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

۱۵ میلیونه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
په افغانستان کې نژدې ۱۵ میلیونه وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې اوسېږي. د نړیوالو میلیاردونه ډالر مرستو د کلیوالو خلکو په ژوند کې چندان بدلون رانه وست. د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د ملي یووالي حکومت باید ملیونونه وګړي له کړاوه ډک وضعیته راوباسي. د بي. بي. سي پښتو وېبپاڼې د راپور له مخې د کابل په کوڅو او واټونو کې کارګر ماشومان د ځان ژوندي ساتلو سیالۍ کې ګډون کوي. دوی خپلې ملاوې ټینګې تړلې، چې خپلې کورنۍ ته تر یوې مړۍ ډوډۍ ډېر څه لاسته راوړي. دوی د ماشومانو د ژغورنې مؤسسې په همکارۍ د بې وزلۍ له منځه وړلو نړیوالې ورځې پروګرام ته ورغلي وو. تر دوو سوو ډېر کارګر ماشومان او نجونې د لوبو هغه روزنځي ته لاړل، چې دیارلس کاله مخکې کورنیو جګړو پر کنډوالې اړولی و. دوی هره ورځ د کابل په واټونو کې د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره کرۍ ورځ پر کار بوخت وي، خو دا ځل دا سیالۍ بېل ډول ده، دوی د هغې بې وزلۍ د منځه تللو چې میلیونونه ماشومان یې له کړاو سره مخ کړي او خپل حق غوښتلو لپاره د غږ پورته کول وحق لري. د شمېرو له مخې، نژدې درې میلیون ماشومان له خطر سره مخ دي. ډېری ماشومان یتیمان دي، ځینې یې مور یا پلار نه لري، خو هغه چې لري یې، معلول شوي، چې هېڅ یې له وسه نه پوره کېږي؛ همدا ده چې ماشومان په نازکو لاسونو سخت کارونه کوي، خو په اسانۍ سره بې وزلي له دې هېواده خپل ټغر نه شي ټولولی، د افغانستان نژدې نهه میلیون وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. نابینا ماشومان په دې سیالۍ کې د هېواد ملي سرود غږوي، هغه بې وزله ماشومان، چې وايي که چېرې یې لاس ډک او روغتیايي اسانتیاوې لرلی، شاید نړۍ به یې له جلا نظره کتلې وای. د ملي یووالي په نامه نوی حکومت د بې وزلۍ ختمول د خپلو لومړیتوبونو په سر کې یادوي. خو د اړمنو او تنګ لاسو افغانانو هوساینه تر هرڅه وړاندې د حکومت پلان ته اړتیا لري، داسې پروګرام چې د جګړې لمن په کې ټوله او کاري زمینې ډېرې شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery