مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

نورستانی: په کمېسیون کې د قانوني اصلاحاتو ملاتړ کوم

احمد فیصل
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني وايي کمیسیون د هېواد د ټولو نورو ادارو په څېر اصلاحاتو ته اړ دی؛ خو هر راز اصلاحات باید له قانون سره سم وي. د ملي وحدت د حکومت اجراییه مشر د شنبې په ورځ د بلخ ولایت له قومي مشرانو او سوداګرو سره په کتنه کې وویل چې د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې باید اصلاحات راشي. ښاغلي نورستاني له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې ویلي چې دی د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې له اصلاحاتو سره لکه څنګه چې عبدالله عبدالله غواړي مخالف نه دی؛ خو دا اصلاحات باید د قانون په چوکاټ کې وي. ده وویل: « ما هېڅکله دا خبره نه ده کړې چې کمېسیون بهبود یا اصلاحاتو ته ضرورت نه لري؛ خو په دې شرط چې دا اصلاحات د اساسي قانون او د انتخاباتو د قانون تر امکان لاندې جوړ شي.» عبدالله عبدالله وروسته له دې چې د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې پرله پسې د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون د اشرف غني احمدزي په ګټه د درغلیو تورونه لګول او د همدې تورونو له کبله د ټاکنو بحران ډېر اوږد شو. د کمیسیون مشر د انتخاباتو په بهیر کې د سرغړونو ادعاوې تاییدوي؛ خو وايي چې په دغو سرغړونو کې په ټاکنو کې شاملو ټولو اړخونو لاس درلود. دی وايي: « په دې کې یوازې د کمېسیون کارمندان نه وو. د دواړو کاندیدانو نماینده ګانو هم څومره چې یې له لاسه کېدل تخطي او تخلف کړی، عوامو هم کړی دی، د حکومت او امنیتي ارګانونو بعضې کارمندانو هم د یو یا بل کاندید په نفع درغلي کړې ده.» له عبدالله عبدالله مخکې د مشرانو جرګې مرستیال محمدعلم ایزدیار هم د ټاکنو په کمیسیونونو کې اصلاحات غوښتي وو. ولسمشر اشرف غني احمدزي له لوړې وروسته په بېلابېلو برخو کې د اصلاحاتو پر ژمنو ټینګار کړی؛ خو د انتخاباتو په کمیسیونونو کې د بدلون په اړه یې تراوسه په زغرده څه نه دي ویلي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery