مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

احمدشاه وحید: د ورانو شویو پلونو رغونه ۳۵ ۰ میلیونه ډالره لګښت غواړي

احمد فیصل
د فواید عامې وزارت چارواکي وايې د وسله والو مخالفینو له لوري د تخریب شوو ﭘﻠﭽﮑﻮﻧﻮ او پلونو او ورانو شوو لارو د جوړولو لپاره لسګونو میلیونو ډالرو ته اړتیا ده. د دغه وزارت مرستیال احمدشاه وحید وايي په تېرو څو کلونو کې لسګونه پلونه او پلچکونه له منځه تللي دي. خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کراتو ټينګارکړی چې د لویو لارو د امنیت تامینولو لپاره د دوی هڅې دوام لري. د افغانستان د فواید عامې وزارت چارواکي وايې چې په وروستیو کلونو کې د خښ شوو ماینونو د چاودنې له کبله په لویو لارو کې ګڼ پلونه او پلچکونه ویجاړ شوي دي. احمد شاه وحید وايي په لویو لارو د نا امنیو د زیاتېدو له امله 14 لوی پلونه او نژدې یو سلو شل پلچکونه تخریب شوي دي. دغه پلونه او پلچکونه تر ډېره د کابل –کندهار او کندهار- هرات په لویو لارو وران شوي دي. د فواید عامې وزارت مرستیال احمدشا وحید وایي چې د دغو پلونو له ورانېدو سره لویې لارې هم خرابې شوې چې بیا جوړېدل یې دری سوه پنځوس میلیونو ډالره غواړي. دی وايي: « د دغو پلچکونو پلونو او تخریب شوو سړکونو د بیارغولو لپاره تقریبآ دری سوه پنځوسو میلیونو ډالرو ته اړتیا ده، ترڅو بېرته خپل لومړي حال ته راشي.» د کابل ـ کندهار او هرات سړک اته کاله مخې د امریکا د متحدو ایالتونو د پراختیايې ادارې په شپږ سوه میلیونو ډالره لګښت جوړ شو. د فواید عامې وزارت مرستیال همدارنګه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دغو تخریب شویو سړکونو او پلچکونو د بیارغونې لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي د پلونو په ورانیدو کې دوی ډېره برخه نه لري، خو کله نا کله یې ملګري د بهرنیو ځواکونو د وسایطو د له منځه وړو لپاره مجبوریږي، چې د پلونو لاندې ماینونه کیږدي. خو یو شمېرکابل ښاریانو له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې دا مساله وغندله او له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د مخنیوي لپاره يې جدي اقدامات وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery