دخپریدو نیټه : 2014-10-21 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
شنونکي: د ترکیې پانګونه د افغانستان لپاره ګټوره ده
احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
شنونکي افغانستان ته د ترکیې د ولسمشر سفر مثبت بولي او وايي چې کابل ته د رجب طیب اردوغان په راتګ سره به په افغانستان کې د ترکي پانګوالو لېوالتیا ډېره شي.
دوی وايي، ترکیه کولای شي چې له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي مسایلو ترڅنګ، د بشري سرچینو د ظرفیت لوړونې په برخه کې هم مرسته وکړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تېرې یکشنبې په ورځ کابل ته راغلی و او له خپل افغان سیال ډاکټر غني سره یې ولیدل.
نوموړي له افغان لوري سره په بېلابېلو برخو کې د مرستې ژمنه وکړه.
افغان شنونکي وايي، چې ترکیه کولای شي له افغانستان سره د سولې پر پروسې سربېره، په اقتصاد برخه کې مرسته او همکاري وکړي.
د کابل پوهنتون استاد ودیر ساپی وايي، دغه هېواد کولای شي پاکستان له افغانستان سره د سولې په برخه کې همکارۍ ته وهڅوي.
د امنیت ټینګښت او اقتصاد اوس مهال د افغانستان له مهمو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي.
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سید مسعود په افغانستان کې د ترکي پانګوالو پانګونه ډېره مهمه بولي، ځکه دغه هېواد د صنعت او تولید په برخه کې کافي تجربه لري او افغانستان به یې هم له تجربو ګټه واخلي.
نوموړی وايي: « ترکان په کانونو، سړک جوړونې، کرنې او ساختماني چارو کې ښه رول لوبولی شي، په ځانګړې توګه د افغانستان په شمال کې ترکان ډېر فعال دي، زما په اند په افغانستان کې د ترکانو پانګونه کولای شي چې د نورو هېوادونو لکه پاکستان او هند ترمنځ د یوې سالمې سیالۍ سبب شي.»
نوموړی وايي، چې د اردوغان په راتګ سره به په افغانستان کې د ترکي پانګوالو لپاره د پانګونې دروازې پرانیستل شي.
مسعود زیاته کړه، د افغانستان دولت باید د ترکیې له دغې لېوالتیا څخه استفاده وکړي او د کرنې، کانونو او ټرانزیټ په برخه کې ورته د پانګونې زمینه برابره کړي.
نوموړي همدا راز وویل، چې ترکیه له افغانستان سره د ظرفیت جوړونې په برخه کې هم همکاري کولای شي، ځکه چې دغه هېواد په تېرو څو کلونو کې افغان محصلینو ته ډېر بورسونه ورکړي دي.
د هغه په وینا ترکیه په سیمه کې د افغانستان لپاره ډېر مهم ارزښت لري او د مخ پر ودې هېوادونو په ډله کې راځي.
هغه زیاته کړه، چې ترکۍ ټیګنالوژي له ښه کیفیت څخه برخمنه ده او د لویدیځو هېوادونو په پرتله ارزانه هم ده.
ولسمشر ډاکټر اشرف غني هم له اردوغان سره د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل، چې ترکیه په اسلامي نړۍ کې د ثبات او پرمختګ یو ښه مثال دی او افغانستان به هم د اقتصادي اصلاحاتو په برخه کې د ترکیې له تجربو څخه ګټه واخلي.