مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

عزيزي: د پنځو پخوانیو وزیرانو د فساد او اختلاس دوسیې مو سترې محکمې ته لېږلې

احمد فیصل
لویې څارنوالۍ د پخواني حکومت په دوران کې د پنځو هغو وزیرانو دوسیې چې په بېلابېلو وختونو کې په واک کې پاتې شوي او پر فساد، اختلاس او له واکه په ناوړه ګټې اخیستنې تورن دي، سترې محکمې ته واستولې. د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي پرون یوې خبري غونډې ته وویل چې پر دغو پخوانیو پنځو وزیرانو د اختلاس او له صلاحیتونو د ناوړه ګټې اخیستنې تورونه دي او وایي چې ډېر ژر به د نورو وزیرانو دوسیې هم سترې محکمې ته ولېږي. عزیزي خبرداری ورکړ، که په راتلونکو ورځو کې د نوي کابلبانک او مرکزي بانک رییسان افغانستان ته راستانه نه کړای شي نو څارنوالي به یې د قانون له مخې ضمانت کوونکي تر عدلي تعقیب لاندې ونیسي. په دغو تورنو وزیرانو کې د کانونو پخوانی وزیر محمد صدیق، د ترانسپورت پخوانی وزیر عنایت الله قاسمي، د ترانسپورت بل پخوانۍ وزیر حمید الله قادري، د سوداګرۍ پخوانې وزیر امین فرهنک او د اوبو او برېښنا پخوانۍ وزیر جلیل شمس شامل دي. د څارنوالۍ وياند زیاته کړه، ډېر ژر به د نورو وزیرانو او چارواکو دوسیې هم سترې محکمې ته واستوي. بلخوا لویې څارنوالۍ د پخواني ولسمشر ورور محمود کرزي او د مرحوم مارشال فهیم ورور حسین فهیم د کابل بانک په قضیې کې سپین وبلل. دغه راز د محکمې تر دایرېدو مخکې د نوي کابل بانک او مرکزي بانک د رییسانو پر بېرته راستنېدو یې ټینګار وکړ. عزیزي وویل، دغه کسان د مالیې وزارت او د افغانستان بانک په ضمانتونو خوشي شوي او خبرداری ورکوي، که چېرې په څو ورځو کې دغه کسان بېرته هېواد ته راستانه نه شي نو د قانون له مخې به هغه کسان عدلي تعقیب کړي چې د دوی ضمانت یې کړی دی. دغه د لویې څارنوالۍ ویاند وايي چې په یوه نوي اقدام کې اوو هېوادونو ته د کابل بانک د تورنو کسانو د جایدادونو د تثبت لپاره مکتوبونه لېږي. دا په داسې حال کې ده چې د کابل بانک په قضیه کې له ۲۱ تورنو کسانو یوازې ۷ یې نیول شوي خو لویه څارنوالي وایي چې په هند او پاکستان کې د یو شمېر بهرني اتباعو د نیولو لپاره یې له دغو هېوادونو مرسته غوښتې او هغوی په دې اړه ډاډ ورکړی دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery