مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-22   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ملي دفاع وزارت: له ۱۳۸۸ کال راهیسې د ملي اردو شپږ زره سرتېري وژل شوي

احمد فیصل
د دفاع وزارت وایي له ۱۳۸۸ لمریز کال راهیسې تر اوسه د ملي اردو نږدې شپږ زره سرتیري وژل شوي دي. د دغه وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي دغه ارقام په خپله ټوټیټرپاڼه کې لیکلي دي. په همدې حال کې یو شمېر پوځي کارپوهان ملي اردو ته اوښتې تلفات د اندېښنې وړبولي او د مخنیوي لپاره یې د دغه وزارت په رهبرۍ کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي. دفاع وزارت په داسې حال کې د ملي اردو د تلفاتو ارقام خپروي، چې په دې وروستیو کې په کابل او یو شمېر ولایتونوکې د ملي اردو پر وړاندې د مخالفینو حملې زیاتې شوي دي. د افغانستان دفاع وزارت مسولین وایي، د ۱۳۸۸ هجري لمریزکال له پیل راهیسې د روان ۱۳۹۳ کال د سنبلې تر وروستیو په ټول افغانستان کې د ملي اردو ۵۹۰۳ سرتیري وژل شوي دي. د دغه وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي دغه ارقام په خپله ټویټرپاڼه کې خپاره کړي او د دې ارقاموله مخې ملي اردوته تر ټولو خونړی کال ۱۳۹۲ کال دی، چې ۱۴۰۰ سرتیري په کې وژل شوي دي. د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د ملي اردو د تلفاتو زیاتیدل به د دوی په روحیه منفي اغیزه ونه کړي، ځکه چې دغه کسان د هېواد د دفاع په خاطر قرباني شوي دي. ده وویل: « د افغانستان خلک پوهیږي، چې د خپلو خلکو او وطن د دفاع په خاطر جنګیږي او د هغو ارزښتونو لپاره قرباني ورکوي، چې دوی ته مهم دي، هرڅومره چې دغه تلفات زیاتیږي په هماغه اندازه د خلکو حساسیت او حضور زیاتیږي.» ښاغلی عظیمي وایي، د ملي اردو د زیاتې مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره باید د دغه وزارت په محافظتي تدابیرو کې بدلون راشي. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیوکې په کابل او یو شمېر ولایتونوکې د ملي اردو پر وړاندې د مخالفینو حملې زیاتې شوي دي. په کابل کې د سې شنبې په سهار هم د ملي اردو د عملې په کاسټر ډوله موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وشوه، چې د ملي اردو څلور سرتیري په کې ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول. د دفاع وزارت د خپرو شوو ارقاموله مخې په ۱۳۸۸ کې د ملي اردو ۶۳۵، په ۱۳۸۹ کې ۷۸۴، په۱۳۹۰ کې ۸۴۱، په ۱۳۹۱ کې ۱۱۷۰ په ۱۳۹۲ کې ۱۴۰۰ او د روان کال په شپږو میاشتو کې ۹۵۰ عسکر وژل شوي دي. د پوځي چارو یو شمېر څېړونکي د ملي اردو ځواکونو ته د زیاتې مرګ ژوبلې لامل د دفاع وزارت د رهبرۍ کمزوري بولي. جنرال عتیق الله امرخېل وايي: « مسلکي خلک نه دي، ناپوه کسان په قدرت کې راغلي، هغوی نه شي کولای، چې سوق او اداره د جګړې وکړي او ښه تعلیم او تربیه ورکړي خپلو کسانو ته، دوی فقد خپله څوکۍ ساتي، دویمه خبره د بې تفاوتۍ موضوع ده، تشکیل او تعینات داسې شوي، چې په واسطه باندې یو کس یو مقام ته رسیدلی دی، هغه اهل د دې کار نه دی، هغه یې نه شي کولای.» ښاغلی امرخېل وایي، ترڅو چې د امنیتي ارګانونو او په ځانګړې توګه د دفاعي ځواکونو په لیکو کې ژور بدلون او اصلاحات را نه شي، د امنیتي ځواکونو د تلفاتو کمېدل امکان نه لري. دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشراشرف غني احمدزي هم د نظام د نورو برخو په ګډون په امنیتي او دفاعي برخه کې د اصلاحاتو د راوستو ژمنه کړې ده. په همدې حال کې کارپوهان د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د دوی په تجهیز او روزنې هم ټینګار کوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery