مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-23   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

پولیسو کابل کې داعش پلوه ډله نیوله ده

احمد فیصل
د کورنیو چارو وزارت وايي هغه ډله نیول شوې چې د کابل پوهنتون پر دېوالونو یې د داعش وسلوالې ډلې پر ملاتړ شعارونه لیکلي وو. د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش رسنیو ته ویلي، چې دغه کسان د کابل پوهنتون د امنیتي کمرو په واسطه څارل شوي وو او پولیس یې په نیولو بریالي شوي دي. د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د داعش وسلوالې ډلې هر ډول فزیکي موجودیت ردوي او وايي چې د پوهنتون پر دېوالونو د داعش پر پلوۍ شعارونه د دې افراطي ډلې د فکري ملاتړو له خوا لیکل شوي دي. څو ورځې مخکې نا معلومو کسانو د کابل مرکزي پوهنتون پر دېوالونو د «زنده باد داعش» شعارونه لیکلي وو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery