دخپریدو نیټه : 2014-10-23 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د هند د ملي امنیت مشاور له حنیف اتمر سره کتلي
احمد فیصل
افغانستان او هند دد واړو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوي ستراتیژیک تړون د عملي کېدو لپاره کاري ډلې رامنځته کوي. د ولسمشرۍ مطبوعاتي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د هند ملي امینت مشاور له خپل افغان ساري حنیف اتمر سره کتلي دي. سرچینه وايي په دې کتنه کې دواړو لورو پر امنيتي مسايلو سربېره په افغانستان کې د انکشافي پروګرامونو د تمويل او تطبيق په باب خبرې وکړې. دوی دغه راز د افغانستان او هند ترمنځ د ستراتيژيک تړون د عملي کېدو په خاطر د ګډو کاري ډلو پر جوړولو ټينګار وکړ. افغانستان په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې له هند سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ.