مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-23   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

عظیمي: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي اردو ۱۰ سرتېري وژل شوي

احمد فیصل
د ملي دفاع وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي اردو لس سرتېري وژل شوي. د دغه وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وايي د ملي اردو دغه سرتېري په بېلابېلو ولایتونو کې د ماین په چاودنو او له وسله والو مخالفینو سره په نښتو کې وژل شوي دي. عظیمي دغه راز وايي چې په دې موده کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۴ ټپيان او ۱۵ ژوندي نیول شوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery