دخپریدو نیټه : 2014-10-23 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په کوټه کې د مولانا فضل الرحمن پر یوې غونډې ځانمرګی برید شوی
احمد فیصل
راپورونه وایي په کوټه کې د مولانا فضل الرحمن پر یوې غونډې ځانمرګی برید شوی چې خپله مولانا فضل الرحمن ترې روغ وتلی. د کوټې پولیس وايي، په دغه پېښه کې د یوه ځانمرګي په ګډون دوه تنه وژل شوي او تر شلو زیات ژوبل دي. د روغتون چارواکي وايي، په ټپیانو کې د اتو تنو حالت د اندېښنې وړ دی.