مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-24   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

ګل اغا شيرزی : نوی حکومت دي له تشريفاتي ليدنو او کتنو تير سي .

لودين

د ولس مشرۍ په ټاکنو د اصلاحاتو او همپالني د ټيم مهم غړي او د ننګرهار پخواني والي ګل اغا شيرزي نن په کندهار کې يوې غونډي  ته په وينا کي د نوي حکومت څخه وغوښتل چي د سولې دپاره هڅي ګړندۍ او ټولي چاري يې  دننه په هيواد کې منسجمي کړي .
د ولس مشرۍ د ټاکنو پر مهال د اصلاحاتو او همپالني د ټيم مهم ملاتړي او د ننګرهار پخواني والي ګل اغا شيرزي په کندهار کي يوې غونډي ته وويل ، يو شمير کورنۍ او بهرنۍ لاسوهني سته ، چي غواړي د ملي يووالي نوی جوړ سوی حکومت د ستونزو سره مخ کړي او له دې لاري خپلي ګټي تر لاسه کړي خو د کوم هيواد او کومي ډلې نوم يې وانه خيست .
محمدشفيق ګل اغا شيرزي خلک د نوي حکومت ملاتړ ته راوبلل  ، نوموړي د نوي جوړ سوي حکومت څخه وغوښتل ، چي له تشريفاني ليدنو او کتنو تير سي ، د خبرو پر ځای عملي کار  وکړي او تر ټولو ژر د سولې د پروسې دپاره چې د ډير ستونزو کيلي په همدې پروسه کي ده  کارونو ته پرمختګ ورکړي ، شيرزي وغوښتل چي دسولي پروسه  دي افغاني سي او د بهرنيو هيوادونو پر ځای دننه په هيواد کي زمينه ورته برابره سي .
ګل اغا شيرزي د ملت او قومونو يووالی خورا مهم او اړين وباله ، هغه د امنيت د سمون او د جنايې پيښو د مخنيوي دپاره قومي تړونونه او سيمه ايز دودونه خورا  ګټور  وبلل .
ګل اغا شيرزي په دې برخه کي د قومي او سيمه ايزو مخورو را ګډيدل او مجرمينو ته د قومي جرګو پر مهال د سزاوو ټاکل او عملي کول  مهم يآدل کړل . .
ګل اغا شيرزي د کندهار ولسونه تر ډيره يو وبلل او  د يووالي په برخه کې موجود يو شمير ستونزي يې د ولس نه بلکه د يو څو خاصو کورنيو وبللې .
ګل اغا شيرزي له نوي جوړ سوي حکومت څخه وغوښتل ، چي د خپلو لمړنيو کارونو پر مهال د نشه ايي توکو سره مبارزې ، د اداري فساد ختميدو ، د پوهني پياوړتيا او يو شمير نورو اړينو اړتياوو ته زياته پاملرنه وکړي .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery