مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-24   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

اعتراض کوونکي: د افغانستان اکسپرېس ورځپاڼې لیکوال ته د مرګ سزا غواړو

احمد فیصل
سلګونو کابل ښاریانو د افغانستان اکسپرېس ورځپاڼې هغه مطلب په کلکو ټکو وغانده چې د دوی په وینا دیني مقدساتو ته په کې سپکاوی شوی دی. اعتراض کوونکو د افغانستان له عدلی او قضايي ارګانونو غوښتي چې د دغه مطلب لیکوال تر عدلي تعقیب لاندې ونیسي او اشد مجازات یعنې د مرګ سزا باید ورکړل شي. سلګونه اعتراض کوونکي چې د کابل په عیدګاه جومات کې راټول شوي وو؛ له افغان حکومت څخه وغوښتل چې باید په ډېر کم وخت کې په افغانستان اکسپرېس ورځپاڼه کې اسلام ته د توهین امیزه مطلب لیکوال جاوېد اهوار ونیسي او د قانون پنجو ته دې وسپاري. د دغه اعتراض ګډونوال حاجي فرید ازادۍ راډیو ته ویلي، د افغانستان عدلي او قضايي ارګانونه دې په دې برخه کې جدي او چټک ګامونه پورته کړي؛ که نه نو افغان او مسلمان ملت به پټه خوله پاتې نه شي. هغه ويلي: ((د افغانستان مسلمان خلک په کابل کې د دې لپاره راټول شوي چې موږ موجوده نظام ته دا خبره په ګوته کوو چې دا سړی دې محاکمه شي؛ د ده په حق کې هېڅ بل دلیل نشته غیر له دې چې دی د مرګ پر سزا محکوم شي.)) هغه زیاته کړه، که چېرې یې خبرو ته غوږ ونه نیول شي نو په ټول هېواد کې به په سوله ییزې مظاهرو لاس پورې کړي. تېره اونۍ په کابل کې خپرېدونکې انګلیسي ژبې ورځپاڼې یو مطلب خپور کړی چې د علماوو په وینا اسلام او دیني مقدساتو ته په کې ښکاره توهین شوی دی. یاد مطلب د افغانستان د دیني علماو غوسه راوپاروله؛ د دغه مطلب لیکوال بې دینه او مرتد وباله. په افغانستان کې د رسنیو د څار اداره یا نی وايي، د رسنیو د قانون له مخې هیڅوک حق نه لري داسې مطالب خپاره کړي چې د اسلام له احکامو سره په ټکر کې وي. د افغانستان اکسپرېس ورځپاڼې مسوولینو د بښنې غوښتلو ترڅنګ ویلي چې دغه مطلب د دوی یوه قلمي همکار چې له افغانستانه بهر اوسېږي په لاس لیکل شوی او له ایډیټ وړاندې په غلطۍ کې خپور شوی. له دې وړاندې د افغانستان ملي شورا غړو هم د افغانستان اکسپرېس ورځپاڼې مطلب پر سختو ټکو غندلی و او له حکومته یې غوښتي چې یاده ورځپاڼه وتړي. په وروستیو راپورونو کې راغلي چې د دې ورځپاڼې د امتیاز خاوند او مسوول مدیر نیول شوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery