مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-24   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د کونړ ديني عالمان: وسله وال طالبان دې نور جګړه ودروي

احمد فیصل
د کونړ يو شمېر قومي مشران او ديني عالمان وايي چې له دغه ولايته ټول بهرني ځواکونه وتلي او وسله وال مخالفين بايد نور له جګړې لاس واخلي. په دغه ولايت کې چې امريکايي ځواکونه مېشت وو، دوه ورځې مخکې يې خپله وروستۍ پوځي اډه افغان ځواکونو ته وسپارله او په بشپړه توګه له دغه ولايته ووتل. د کونړ د مرکز په ګډون د يو شمېر ولســـواليو قــــومي مشــرانو او د دغه ولايت د علماوو شورا مشر له وسله والو مخالفينو غوښتي چې نور له جګړې لاس واخلي او د سولې له بهير سره يوځای شي. په دې اړه د ولايت په مرکز کې د لړم په لومړۍ نېټه جوړې شوې غونډې ته د علماوو شورا مشر مـولوي عبدالرحمن ويلي چې اوس له دغه ولايته ټول بهرني سرتېري وتلي، نو وسله وال مخالفين له دې وروسته له چا سره جګړه کوي؟ هغه پر وسله والو طـــالبانو غږ کړی چې نور له جګړو لاس واخلي، د سولې له بهير سره دې يو ځای شي او پر قومي مشرانو يې غږ کړی چې د خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي. د مولوي عبدالعزيز په نوم يوه بل ديني عالم له امنيتي ځواکونو غوښتی چې داسې کارونه ترسره کړي، څو د خلکو زړونه وګټي. هغه زياته کړې، دا چې اوس له دغه ولايته بهرني ځواکونه وتلي، نو د سولې شورا دې خپل فعاليتونه ولسواليو ته وغځوي او وسله وال مخالفين دې وهڅوي چې نور له جګړې لاس واخلي. قومي مشر حاجي محمد روزي بيا د قومي خلکو په استازولۍ خبرې کړې او ويلي یې دي چې نور بايد بهرنيانو ته دا اجازه ورنه کړل شي چې پر افغانانو جګړه وتپي. نوموړي زياته کړې: ((دا زموږ د هر قومي مشر او ديني عالم مسووليت او فرض دى چې د خپل هېواد د ساتنې لپاره خپلو امنيتي ځــواکونو ته لاس ورکړو او د پرديـــو ټول هغه پرګرامونه شنډ کړو چې زموږ د هېواد پر زيان وي.)) په کونړ کې د سولې ولايتي ادارې مسوول محمد اسماعيل منيب ويلي چې نور وسله والو ته کومه بهانه پاتې نه ده چــې خپلو جګړو ته دوام ورکړي. هغه زياته کړې چې بهرنيان له دغه ولايته وتلي او افغان ملي ځواکونه د دې خاورې بچيان دي. دى وايي: ((زموږ سيمه د ګاونډي هېواد د لاسوهنو له امله بې امنه شوې ده، دغه هېواد نه غواړي چې زموږ په هېواد کې سوله تامين شي.)) هغه له خلکو وغوښتل چې بايد په ګـــډه په عملي توګه د امنيت په ټينګښت کې او د سولې په راوستو سره ګامونه پورته کړي. د کونړ والي شجاع الملک جلاله ويلي چې له کونړ ټول بهرني ځواکونه ووتل . ده زياته کړې چې اوس يو بهرنى سرتېرى هم په کونړ کې نه دى پاتې او خپل ټول وسايل يې افغان ځواکونو ته سپارلي دي. هغه وايي چې امريکايي ځواکونو په دغه ولايت کې د څلور سوه ميليونه ډالرو په لګښت د بيارغونې کارونه ترسره کړي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery