مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-24   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په هرات ولايت کې يوې نظامي محکمې د ملې اردو يو افسر د خپل يوه ملګري سرتېري د وژنې پر جرم پر اعدام محکوم شو . دغه افسر وړمه ورځ د محکمې په جريان کې چې د ظفر قول اردو په قرارګاه کې جوړه شوې وه، مجرم پېژندل شوی دی . د استيناف محکمې رييس بريد جنرال محمد صابر حکيمي په غونډه کې ويلي چې دغه تن د جزايي اجرااتو د قانون د ٢٦٧مې مادې پر اساس او د ظفر قول اردو د لومړۍ محکمې د پرېکړې په رڼا کې پر اعدام محکوم شو . د ياد چارواکي په وينا، قضايي پلاوي پرېکړه وکړه چې ياد تن بايد د خسارې په توګه ١٤٠زره افغانۍ هم ورکړي . حکيمي ويلي چې دغه تن له مدافع وکيل او له نورو حقوقي حقونو هم برخمن دى . د قانون له مخې، کله چې درېيمه محکمه دغه حکم تاييد کړي، د ولسمشر له توشېح سره د اجرا وړ ګرځي . محکوم شوي د بريدمن په توګه د ظفر قول اردو د دويمې لوا د څلورم کنډک په ټولي کې دنده ترسره کوله . د ظفر قول اردو وياند نجيب الله نجيبي ويلي چې د ملي اردو ياد سرتېرى د روان کال د غبرګولي په ٣٠مه د دغه افسر له خوا وژل شوى و .

احمد فیصل
د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر يوه موټر د وسله وال بريد په ترڅ کې د ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي ويلي: "دا پېښه پرون سهار شپږ بجې د خوګياڼو ولسوالۍ اړوند د بايزيدخېلو سيمه کې رامنځ ته شوې چې په وژل شوو کسانو کې ماشومان هم شامل دي." د والي وياند وژل شوي کسان ټول عام وګړي بللي او زياته کړې يې ده چې ناپېژانده وسله والو د دغو کسانو پر موټر ډزې کړې دي. همدارنګه د خوګياڼو ولسوالۍ د ملکي روغتون امر ډاکټر نور اغا پژواک ته ويلي چې درې وژل شوي ماشومان او دوه ټپيان د دوی روغتون ته ور وړل شوي دي. بلخوا د يادې سيمې اوسېدونکی رياض احمد وايي چې دغه کسان پرون د ولسوالۍ په بازار کې د جمعې د ورځې جوړې شوې مېلې ته روان وو چې ناپېژانده کسانو پرې ډزې وکړې. د پېښې مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دی اخيستی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery