دخپریدو نیټه : 2014-10-24 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د ولایتي شوراګانو د ټاکنو پایلې نن اعلانیږي
احمد فیصل
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د ولایتي شوراګانو د ټاکنو د پایلو کار پای ته رسېدلی او تر غرمې وروسته به یې اعلان کړي. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کمېشنر لیلا احراري وايي د کمېسیون د غړود پرېکړې له مخې به د ولایتي شوراګانو د ټاکنو پایلې نن دوې بجې اعلان شي. احراري ویلي چې یو لړ تخنیکي ستونزې په ځانګړي دول د ابطال په بهیر کې او د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون له لوري د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د نومونو نه استول هغه ستونزې وې چې له کبله یې د ولایتي شوراګانو د ټاکنو پایلې وځنډې.