مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-25   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د ژېړۍ د ملي امنيت مدير ووژل شو

احمد فیصل
په کندهار کې په دوو جلا پېښو کې د غورک ولسوالۍ امنيه قوماندان او د ژېړۍ ولسوالۍ د ملي امنيت مدير وژل شوي دي. لومړۍ پېښه تېره ورځ وروسته له غرمې په سپين بولدک ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې پر مهال يې د ژېړۍ ولسوالۍ د ملي امنيت مدير شاه محمود وژل شوى او درې سرتېري ټپيان شوي دي.د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي چې د ژېړۍ د ملي امنيت مدير شاه محمود غوښتل د اوپراتيفي معلوماتو پر بنسټ د سپين بولدک ولسوالۍ په نوي کلي کې يو تن چې د ځانمرګي بريد هوډ يې لاره، ژوندى ونيسي. هغه زياته کړه، ځانمرګى بريد کوونکى چې پلى و، د پېژندل کېدو پر مهال يې ځان ته چاودنه ورکړې چې پر مهال يې د ملي امنيت مدير شاه محمود وژل شوى او درې نور سرتېري ټپيان شوي دي. وسله والو طالبانو د دې پېښې مسووليت منلى او ويلي يې دي چې په شوي ځانمرګي بريد کې يې د ملي امنيت ١٠ سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.د دې ډلې وياندقاري يوسف احمدي وايي، د هغوى يوه ملګري هغه مهال خپل ځان ته چاودنه ورکړه چې د ملي امنيت د منسوبينو له خوا پېژندل شوى و.بلخوا د غورک ولسوالۍ امنيه قوماندان محمدشفېع د وسله والو په يوه کمين کې وژل شوى دى. دغه پېښه تېره ورځ هغه مهال وشوه چې وسله والو د پوليسو پر يوې امنيتي پوستې بريد کړى و او نوموړى يې پر خپل موټرسايکل مرستې ته ور روان و. د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي، وسله والو د غورک پر امنيه قوماندان محمد شفيع وسله وال بريد وکړ چې پر مهال يې هغه له خپل يوه ملګري سره ووژل شو. د دې پېښې په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery