مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-26   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ولایتي شورا ته خپلواک نوماند

احسان

لیکنه : ګل احمد احسان ، هلمند
ټوله ورځ يي ورته انتظار ایستلی وو ، څو ځلي يي له کابل سره اړیکه ونیول او همدایوه خبره به يي ورته کول چي کار څنګه سو ؟ نوم مي سته ؟ کنه نو هغه خپله معامله نه درسره قبلوم .
ځيني دوستان يي راوغوښتل او یوه بې وخته میلمیستیا يي ورته جوړه کړه خو دغوښو او هډوکو بارانونه وه وریجې په ټیلو ټیلو چپه سوې ، سلاته هم خوندوره جوړه وه ټولو سترګي دحاجي وکیل صاحب خړ مخ ته نیولي وي حال داچي وکیل مکه په خوب کي لا نه وه لیدلې .
خلګو ورته په تعریف او لاپو شروع وکړه . که ته نه سوې بریالی پر مادي دي دخدای قهر وسي چي لاري به بندي کم ، بل راوغورځیدی داڅنګه اداره چي ستا په اړه به منفي وايي سر درباندي قربانوم ، یو ځوان چي غوښتل يی احساسات نور هم قوي وښيي وویل چي که ما ستا ددفاع په خاطر سدرۍ ونه تړل  مسلمان به نیم ته څه فکر کوې ؟
وار داشپزانو سو
وکیل صاحب پر اشپزانو وګرځیدی او صدرۍ ته يي یو څو څنډل ورکړه بیا يي وویل اشپزانو سم کار نه کوئ دلته دعزت خلګ راځي تاسي ولي داسي بې پروا یاست .
اشپزانو غوړ مخونه ورته کتل او په سمه ده سمه ده يي جواب ورکاوه .
وکیل دچای امر وکړ دستي له بادام ، پیستې ، او خوندورو چاکلیټو سره چای  حاضري سوې خلګو ته يي وړاندي کړې وږو انسانانو په بې پروا ډول خوراک شروع کړ ځینو خو جیبونه هم وپړسول تا به ویل چي پر قبر باندي کوچینیانو ته خوږه ویشي .
مازدیګر مهال وو چي وکیل صاحب ته زنګ راغلی .
 وکیل ، بلي .
نفر ، سلام علیکم
وکیل ، وعلیکم السلام ، کار څنګه سو ؟؟
نفر ، هاهاهاهاهاها.
وکیل ، ولي خاندې ؟؟
نفر ، کار وسو یاره تاویل چي پیسې که ورکم داسي نه يی چي کار مي ونه سي یاره موږ خو داسي هم نه یو چي کار به نه کوو او پیسې به دي مصرف کړو اوس نو خپل کار کوه دنامي زو سر يی پوره کوه .
وکیل : هلهلهلهلهلهله یاره ډیر خوشحاله سوم ، سمه ده زه خو دوطن جوړول غواړم
نفر : هو نو ماته خو معلومیږي چي ته څنګه وطن جوړوې ، ماته دا مه وایه
دوکیل خندا ته ناستو ځوانانو او خلګو ښه په درز درز وخندا یو بل ته يي کتل او په خندا يي شروع وکړه هلاهاهاهاهاهاهاهاهاه وکیل صاحب خو زموږ دسر سایوان دی الله دي يي نه راڅخه اخلي .
وکیل تلیفون بند کړ او ویي ویل ورسئ ګلان راوړي او دولس دښه باور تر لاسه کولو لپاره به یو څو خوندره عکسونه دفیسبوک لپاره پورته کوو
ټولو وخندل
هلهلهلهلهلهلهلهههاه هاهاهاهاهاه هههههههههه ه ه ه ه ه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery