مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-26   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

بهرنیانو نور مو لاسوهنو ته د پای ټکی کیږدي!

لیکوال : الفت مومند
بریښنالیک : ulfatameen83@yahoo.com

زه نن د هغه هیوادونو نه منندوي یم چې موږ افغانانو منځ کې یې د بیلتون رامنځ ته کولو برخه کې خپلې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې وکړي او موږ یې خپلو منځو کې په لانجو کې اخته کړو تاسو به وایې چې داسي څنګه هغه داسي چې تیر دیارلس کلونو کې زموږ ځینو ګاونډیو هیوادونو موږ افغانان د تیر پشان د خوږی ګوتې نه ونېولو او موږ یې بیا د یو او بل په خلاف تحریک کړو خو دا ځل برعکس کار وشو دوي چې څه غوښتل هغسي ونشول لکه ځینو غوښتل چې د تیر پشان بیا د پښتون او هزاره په منځ کې د بیلتون واټن زیات کړي او بیا یو لوی قومې جنګ پدي هیواد کې رامنځ ته کړي خو له نیکمرغه داسي ونشول او افغانانو یو بل ته خپل ورور وویل او د یو افغانیتوب اصل یې ثابت کړو، دا چې دغه فخر نن افغانانو ځانته خپل کړي نو دا د وړیا خبره ده خو نور باید حکومت پدي برخه کې خپل اړین ګامونه پورته کړي او پرینږدي دغه شیطانان چې راتلونکې کې داسي  شوم حرکت ته بیا لاس ووهي، زموږ په حکومت کې د بهرنیانو مستقیمه لاسوهنه شتون لري هم په کلتوري او هم په سیاسي لحاظه چې کره بیلګې یې موږ ولیدلې لکه کله چې د افغانستان حکومت دي ته ملا وتړله چې افغانانو لپاره بريښنایې پیژندن پاڼي جوړي کړي نو ددي لپاره چې دغه کار مخنیوي وکړي نو دوي خپلې شومې لاسوهني پیل کړي او خبره یې دي ته ورسوله چې دغه لړي په ټپه ودریده او نوی حکومت ته پاتې شوه پوښتنه دلته ده چې ولې دغه پروسه ماتل شوه نو ددي ډیر لاملونه دي په لومړي کې خو هیڅ ستونزه پکې شتون نه درلودله خو کله چې د پیژندن پاڼي متن ته تغیر ورکړل شو نو موضوع هغه نه وروسته زور واخیستو او دغه کار کې د پارلمان او نور لوړپوړي چارواکو لاس درلودو خو که اوس زه د هغوی نوم هم واخلم او په اثبات باندي هم ورسم نو یقین لرم چې زما دي وینا باندي به ماته پرته د یو درجن کارتوس یا مرمي نور بل څه په انعام کې رانه کړل شي نو دي لپاره دومره به ووایم چې هغه وخت دغه موضوع د افغانستان عام ولس لخوا نه بلکه همدا لوپوړو لخوا ماتل او په ټپه ودریده خیر د خپلو خلکو نوم نه اخلم خو دومره درته ضرور وایم چې دغه پروسي بریالې نه کیدو لپاره زموږ ګاونډیو هیوادونو خپل نه ستړي کیدونکې هلې ځلې وکړي او نن ګورو چې هغوي پکې بریالې هم شول، زموږ خلک ډیر پاک زړه او نیک خلک دي خو افسوس چې زموږ خلکو منځ کې زموږ ځیني مشران د کار ندي هغوي د خپلو شخصي ګټو لپاره کله کله موږ عام ولسونه یو بل سره په ټکر کې اچوې او موږ د یو بل دښمن جوړوي تاسو وګوري موږ د پخوا نه د افغان پنوم پیژندن پاڼه لرو هر کس ته د ملیت په ځاي کې افغان لیکل کیږي او دغه خبري باندي ترنن پوري نه کوم پښتون، اوزبک او نه کوم هزاره نیوکه کړي خو څرنګه چې مخکې مې وویل دا ځل د بهرنیانو لاسوهني کار وکړو او موږ کې داسي خلک راپیدا کړل چې زموږ دغه سپیڅلې موضوع کې چې زموږ ژوند او زموږ یوالې پوري اړه لري پدي کې راته لاسوهنه وکړي او ځیني خلک یې لکه د پارلمان وکیل، د ولسي جرګي غړي ، سیاسي کارپوهان او داسي نور کسان چي ددي هیواد سره یې مینه ظاهري او حقیقي مینه یې د پیسو سره وه هغوي یې د حقیقي میني باندي سمبال کړل او بیا یې ورته دنده ورسپارله چې دغه لړ کې خپل منفي رول ولوبوي او څرنګه چې تاسو ولیدل په څرګند ډول باندي دوي دغه موضوع کې خپل دریز ښکاره کړو او د یو څو کاغذ پاڼو پخاطر یې دغه ولس منځ کې دا خبره واچوله چې باید پیژندن پاڼه کې دا ولیکل شي نه دا، زه وایم چې نوی حکومت باید نور دغه موضوع ته د پای ټکې کیږدی او هغه کسان چې دغه لړي ماتل کولو او دغه نفاق رامنځ ته کولو کې لاس لري د قانون منګولو ته وسپاري ترڅو بیا موږ افغانانو منځ کې داسي د ځانځانۍ راپیدا کولو کوښښ هڅه ونه کړي، نوی ولسمشر نه هم همدا هیله لرم چې دوي دي دغه موضوع په بیړه باندي حل کړي او نوی پیژندن پاڼه کې دي هغه څه پام کې ونیسي کوم چې د ملې یوالې غوښتنه ده او تر ټولو اړین ټکې چې هر افغان ورباندي ټینګار کوي چې هغه عبارت د مذهب کلمه ده باید د پیژندن پاني سر کې ورته ځایې ورکړل شوي وی ترڅو هغه خلکو خولې په بشپړ ډول ټپي شي چاچې منفي تبلیغات کول د نوی حکومت واکمن په اړه پای کې همدا وایم چې موږ د پیړیو پیړیو نه د افغان پنوم یادیږو او نن هم باید د افغان پنوم یاد شو د پردیو دغه شومې تګلاري ته باید غاښ ماتونکې ځواب ورکړو د نوی ولسمشر نه زه دا هیله لرم چې نوی پیژندن پاڼه کې د سلام او افغان کلمه راولې دا د افغانستان د خلکو یوالې او یو افغانستان پاتې کیدو باندي مهر لګولو خبره ده لکه څرنګه چې د یو هیواد پولې معلومې نه وي نو هغه هیواد بیا راتلونکې د ګاونډی هیواد سره پري د ستونزو سره مخ کیږي همدا شان که د افغانستان خلکو مذهب او ملیت کلمه سره توپیر وخوري نو دا به بیا په راتلونکې کې د بیلتون لپاره لار پرانیستل وي نور وینا کول به دغه لړ کې کول د وخت نه مخکې مناسب نه وي خو بیا هم پای کې د افغانستان اجرائیوی رئیس نه هم غوښتنه کوم چې دغه لړ کې دوي هم خپل مثبت رول ولوبوي ځکه په دوي باندی هم ځیني نیوکې شوي که دوي دغه برخه اوس خپل مثبت رول څرګند کړي نو د پردیو شومو کړنو ته به غاښ ماتونکې ځواب وویل شي موږ افغانان وه موږ افغانان یو او موږ به افغانان ووسو دا چې څوک دغه کلمې سره ستونزه لري نو هغه د افغانستان د حکومت او د افغانستان خلکو یوالې دښمن دي او داسی خلک باید نور دي هیواد کې پاتې نشي او دا کار هله کیداي شي چې زموږ نوی حکومت خپل دریز دغه لړ کې روښانه کړي او دغسي خلکو ته ددی یادونه وکړي چې افغانان نور د پردیو په لمسون خپل کور او خپلو خلکو ته زیان رسونکې نه دي ځکه اوس افغانانو خپل دوست او دښمن پیژندلو کې دوکتوره کړي او کله چې یو کس په یو مسلک کې دوکتوره وکړي بیا هغه درس زده کولو ته اړتیا نه لري بیا هغه د زیاتې پوهې لپاره اړ وي چې نورو ته زدهکړه ورکړي.    
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery