د کندهار امنيه قومانداني وايې ، چي په غورک ولسوالۍ کي يې د وسله والو طالبانو پر ضد پراخ عمليات پيل کړي دي او تر هغه به دوام وکړي چي په دې ولسوالي کي امنيت ډاډمن کيږي .
غورک د کندهار يوه له امنو ولسواليو څخه ده ، چي تيره اونۍ يې د ولسوالۍ امنيه قوماندان هم وسله والو طالبانو وواژه .
سيمه ايز اوسيدونکي وآيې چي ولسوالۍ ته يې سلګونه وسله وال ورغلي دي او دا مهال ډيري سيمي ناامنه دي .
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانی وايې ، چي ولسوالۍ ته ګډ افغان ځواکونه رسيدلي دي او دا مهال د وسله والو طالبانو په وړاندي خورا لوی عمليات پيل سوي دي .
درانی وايې ، چې اوس مهال د دې ولسوالۍ يو شمير سيمي د وسله والو طالبانو تر تهديدونو او ګواښونو لاندي دي او د هلته د عملياتو د پيل موخه هم د دې تهديدونو له منځه وړل دي .
وسله والو طالبانو تر اوسه په غورک ولسوالۍ کي د خپلو فعاليتونو په اړه څه نه دي ويلي .