مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-27   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

زړور زاهد: د امنيتي پوستو په جوړېدو سره د غزني ښار امنيت ښه شوی

احمد فیصل
د غزني ولايت امنيتي مسوولين وايي چې د ښار په لرو پرتو سيمو کې د پوستو له جوړېدو سره امنيت ښه شوى دى. دغه څرګندونې د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد پرون د غزني ښار د قلعه قاضي او د خوګيانو ولسوالۍ پر لاره له تازه جوړو شوو امنيتي پوستو څخه د ليدنې پر مهال کړې دي. هغه زياته کړې چې پخوا د خوګياڼو پر لاره او قلعه قاضي سيمه کې پوستې نه وې چې له امله به يې وسله والو مخالفينو هر وخت پر ښار توغندي راتوغول او خلکو ته به يې مرګ ژوبله اړوله. خو زاهد وايي چې اوس په دغو سيمو کې د نوو امنيتي پوستو له جوړېدو سره پر غزني ښار د توغنديو او راکټونو د توغولو مخه نيول شوې او امنيت ورسره ښه شوى دى. د نوموړي په وينا، په پلان کې لري چې په يادو سيمو او د غزني ښار په نورو څنډو کې هم دا ډول امنيتي پوستې جوړې کړي، څو د ښار امنيت نور هم خوندي شي. امنيه قوماندان ويلي چې اوس مهال امنيتي ځواکونه د شپې او ورځې له خوا پر ګزمو بوخت وي او په غزني ښار کې د امنيتي ځواکونو ترمنځ همغږي هم زياته شوې ده. زړور زاهد وايي، وسله وال مخالفين تل په دې هڅه کې وي چې د غزني د ولسواليو ترڅنګ د ښار امنيت هم خراب کړي، خو دوى د امنيتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ کېږي. د هغه په وينا، وسله وال طالبان اوس مهال د مخامخ جګړې توان نه لري او يواځې پر لارو د ماينونو چاودنو سره ځان مطرح کوي ، چې ددې چاودنو ډېرى قربانيان عام وګړي وي. د غزني سرپرست والي موسى خان اکبرزاده هم وايي چې په دې وروستيو کې د غزني ښار امنيت ښه شوی . هغه د بېلګې په توګه ويلي چې څو ورځې وړاندې امنيتي ځواکونو ٢٠٠ ميله تومانچې ونيولې چې وسله والو غوښتل ښار ته يې ولېږدوي. سرپرست والي زياتوي چې ډېر ژر به د غزني د ولسواليو امنيت هم ښه شي او خلک به په يوه ارامه فضاکې ژوند وکړي. د غزني ښار اوسېدونکي که څه هم وايي چې امنيتي حالت ښه دی، خو کله کله اوس هم وسله وال کسان په ښار کې امنيتي ستونزې پيدا کوي. د غزني ښار يوه اوسېدونکي عبدالکريم پژواک ته ويلي، څو مياشتې مخکې امنيت ډېر خراب شوى و، خو په دې وروستيو کې د نوو پوستو له جوړېدو سره امنيت ښه شوى. هغه زياتوي چې امنيتي ځواکونه بايد د ولسواليو امنيت هم خوندي کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery