مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-27   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

احمد ضیا مسعود خپله دنده رسماً پیل کړه

احمد فیصل
د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په چارو کې د ولسمشر غني فوق العاده استازي احمدضیا مسعود پرون رسماً خپل کار پیل کړ. احمد ضیا مسعود یوازېنی کس و چې اشرف غني احمدزي تر دویم پړاو ټاکنو مخکې د اجرايي چارو د څوکۍ ژمنه ورکړې وه خو وروسته چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د ټاکنو پر پایلو اعتراض وکړ او ټاکنیز جنجال رامنځته شو د اجرايي چارو د ریاست څوکۍ عبدالله عبدالله ته ورسېده. د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په چاروکې له خپل فوق العاده استازي احمدضیا مسعود سره د هغه تر نوي دفتره ملګرتیا وکړه او هغه یې په رسمي ډول معرفي کړ. احمدزي په دغو مراسمو کې د ښاغلي احمدضیا مسعود نیکو صفاتو ته په اشارې ویلي: ((د ښاغلي احمدضیا مسعود شخصیت، اراده او هغه برنامه چې نوموړی یې د یو ثبات لرونکي، سوکاله او سوله ییز افغانستان لپاره لري، د افغانستان د خلکو د افتخار او امید سبب دی.)) ډاکتر محمداشرف غني احمدزي، احمدضیا مسعود ته په اړوندو چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه. احمدضیا مسعود پر ده باندې د ولسمشر احمدزي د باور له امله مننه وکړه، ویلي یې دي: ((هیله لرم چې د یو او بل په همکارۍ وکولای شو د یو ثبات لرونکي امن او سوکاله افغانستان د رامنځته کولو په لاره کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړو او د افغانستان د خلکو هغه هیلې چې تل یې د یوه ښه ژوند تمه او انتظار درلود، ترسره او په حقیقت بدلې کړو.)) څرګنده نه ده چې مسعود څومره صلاحیت لري او د کار حدود یې څومره دي. د اصلاحاتو او ښې حکومتدارۍ په نوم کوم ارګان د افغانستان په اساسي قانون کې نه دی ذکر شوی او ځکه هم د مستقلو اورګانونو، سترې محکمې او لويې څارنوالۍ د مشرانو په شان د ولسي جرګې تایید ته اړتیا نه لري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery