مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-27   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په هرات کې د نشه يي توکو کښت اتيا سلنه کم شوى

احمد فیصل
د هرات چارواکي په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د کښت د کموالي خبر ورکوي. د هرات د پوليسو وياند عبدالروف "احمدي" افغان اسلامي اژانس ته ويلي زموږ څېړنې ښيي چې سږ کال په هرات کې د تېر کال په پرتله د نشه يي توکو په کښت کې اتيا سلنه کموالی راغلی چې دا يو ښه زېرى دى. هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونو په تيرو پنځلس ورځو کې د ولايت په بېلا بېلو برخو کې پنځوس جريبه ځمکه د چرسو له کښت څخه پاکه کړې او د نشه یي توکو د کښتونو د له منځه وړلو بهیر لا هم روان دی. د پوليسو وياند وويل چې په هرات کې د چرسو کښت له منځه وړل ادامه لري او دا بهير به تر هغه وخته پورې دوام وکړي تر څو پورې چې دغه ناوړه بوټی په بشپړه توګه له منځه نه وي وړل شوى. د نوموړى د معلوماتو تر مخې سږ کال يوازې د هرات په څلورو ولسواليو کې يو شمېر کروندګرو د کوکنارو کرلو ته مخه کړې چې د هغوی فصلونه هم د امنيتي ځواکونو لخوا له منځه وړل شوي دي. په همدې حال کې د هرات يو شمېر کروندګر وايي چې اقتصادي ستونزې او د کار نه شتون هغه عمده عاملونه دي چې دوی يې د نشه يي توکو کښت ته اړ کړي او که چيري يې دغه ستونزې حل شي؛ نو هېڅکله به د نشه يي توکو کښت ته مخه نه کړي. په افغانستان کې د نشه يې توکو کښت او قاچاق هغه ستونزه ده چې په تېرو ديارلس کلونو کې نه ده ح شوې او په دې لار کې نړيوالي ټولني او بهرنيو مرستندويه ادارو لسګونه ميلونه ډالر مصرف کړي، خو لا هم افغانستان د دې ستونزې سره لاس او ګريوان دى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery