مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-27   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

حکومت د خوست تاریخي بڼونه رغوي

احمد فیصل
د خوست اوسېدونکي له حکومته غوښتنه کوي چې د له منځه تللو مېوه لرونکو باغونو د بيارغونې ترڅنګ دې ځينو هغو باغونو ته هم پاملرنه ډېره کړي چې اوس د له منځته تلو په حال کې دي. مېلمه کوټ، فارم (ظاهرشاهي باغ)، عليشېرو، سيګۍ، وزيرباغ، بادام باغ، د مرکز د پروژې باغ او د دغه ولايت ځينې نور تر ټولو مشهور باغونه بلل کېږي چې يو شمېر يې په بشپړ ډول له منځه تللي دي. د سيمې خلک وايي، دغه باغونه د وخت د شاهانو او وزيرانو تفريح ځايونه بلل کېدل او دغه راز يې د زردالو، مڼو، الوچو، نارنجو، مالټو، بادامو او دېته ورته د ځينو نورو مېوو سلګونه ټنه حاصلات ورکول. خوستوال د کرنې او مالدارۍ له رياسته غوښتنه کوي چې د دغو باغونو د بيارغونې لپاره کوټلي ګامونه واخلي، څو دغه ملي شتمنۍ له لاسه ورنه کړي. د خوست مرکز د غړومبي سيمې اوسېدونکي حيدرجان پژواک خبري اژانس ته وويل چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښار لوېديځ ته د پروژې په نوم د لوی باغ پر خپل وخت ساتنه او پالنه کېده. هغه وويل: « په تېره يوه لسيزه کې دغه باغ ورو، ورو د له منځه تلو په حال کې و، اوس يې اتيا سلنه مېوه لرونکې ونې وهل شوې او زياتره برخه يې پر شاړه ځمکه بدله شوې، په دې کې دولت بې پروايي کړې.» د دغه ولايت د عليشېرو اوسېدونکي عبدالستار پژواک اژانس ته ويلي چې د عليشېرو د بلاووټ باغ د کرنې رياست د نه پاملرنې له امله مخ په وچېدو دی. نوموړي زياته کړه: « د بلاووټ په مېوه لرونکي باغ کې اوس هم ګڼې مېوه لرونکې ونې شته، که چېرې د کرنې او مالدارۍ رياست ورته پاملرنه وکړي، د دغه باغ بيارغونې ډېر امکان شته.» عبدالستار د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين له دې امله پر بې کفايتۍ تورن کړل چې په تېرو ديارلسو کلونو کې يې په دغه ولايت کې د کرنې او مالدارۍ د پرمختيا لپاره د پام وړ خدمات نه دي وړاندې کړي. د شيخ زايد پوهنتون د کرنې پوهنځي محصل محمدجان ويلي چې باغونه، ځنګلونه او نورې ونې د چاپېريال د ککړتيا په مخنيوي کې هم تر ټولو مهم رول لري. هغه زياته کړه: « که زموږ په چاپېريال کې ونې وي، د هوا د ککړتيا د مخنيوي لامل ګرځي، يو هکتار باغ او يا ځنګل کولای شي په ورځ کې تر ۵۰۰ کيلومتره ارتفاع هوا پاکه وساتي او د کاربن دای اکسايد مقدار راکم کړي.» نوموړي دغه راز وويل چې پر دې سربېره باغونه، ځنګلونه او نورې ونې د ځمکې په ساتنه او له تخريب څخه يې په مخنيوي کې هم مهم رول لري. د خوست د کرنې رييس انجنير لعلي ځدراڼ ویلي چې په دغه ولايت کې د يو شمېر باغونو د زرغونولو لپاره يې اړوند وزارت ته خپل وړانديزونه کړي دي. هغه وويل چې د عليشېرو د بلاووټ باغ له شل جريبه ځمکې څخه د چهاردېوالۍ پروژه بشپړه کړې او د خوست په مرکز کې د فارم او مېلمه کوټ باغونو د پالنې هڅې هم کوي. نوموړي زياته کړه: « د فارم باغ ځينې برخې خلکو غصب کړې، هغه هم خلاصوو، دغه راز د مېلمه کوټ په باغ کې هم غواړو، تازه ونې کېنوو.»
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery