مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

سناتوران: د واک پر وېش د حکومت بوختیا ناامني زیاته کړې ده

احمد فیصل
د مشرانو جرګې ځينې غړي وروستيو ناامنيو اندېښمن کړي او له حکومت څخه غواړي چې د ناامنيو د مخنيوي لپاره اړين ګامونه اوچت کړي. په دې وروستيو کې د هېواد د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېرو ولايتونو کې امنيتي ستونزې ډېرې شوې او په بېلابېلو بريدونو کې د ملکي وګړو په ګډون ګڼ کسان وژل کېږي. په مشرانو جرګه کې د بدخشان استازي بشير احمد صميم هم په دې اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل چې حکومتي چارواکي د امنيت ټينګښت ته د پاملرنې پر ځاى پر نورو چارو بوخت دي. دى نورو چارو ته د چارواکو پاملرنه د امنيتي وضعيت د خرابوالي يو له لاملونو بولي او له چارواکو غواړي چې تر هر څه زيات د امنيت ټينګښت ته پاملرنه وکړي. په دغه جرګه کې د دايکنډي استازى علي اکبر جمشيدي هم ورته نظر لري او د جزيياتو له ورکولو پرته وايي چې يو شمېر خلک او ځينې حکومتي کسان له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي، ترڅو خپلو موخو ته ورسيږي. هغه زياته کړه چې حکومت بايد د وسله والو طالبانو پر وړاندې خپل دريځ ته بدلون ورکړي. جمشيدي وايي: « سره کرښه بايد دا وي که هرڅوک له ترهګرو سره مرسته کوي هغه بايد د ملي خاين په نوم ياد شي او د اشد مجازات سزا ورکول شي، چې نورو ته عبرت شي.» په ياده جرګه کې د فراه استازې بلقيس روشن هم وايي چې د نوي حکومت د چارواکو د نه پاملرنې له امله په هېواد کې نا امنۍ ډېرې شوې دي. هغې زياته کړه: « حاکمان بې تفاوته دي، په سفرونو او د واک په وېش بوخت دي، په ولايتونو کې چور روان دى، نو څنګه هېواد نا امنه نه شي، همدا موقع ده چې وسله وال مخالفين ترې ګټه پورته کوي.» خو د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار بيا وايي تر هغه چې د ملي شوار غړي او ولسونه له حکومت سره د امنيت په ټينګښټ کې مرسته ونه کړي حکومت په يواځې ځان نه شي کولاى امنيت ټينګ کړي . ده له حکومت نه غوښتنه وکړه،چې په هېواد کې د امنيت د ټينګښت لپاره اسلامي حدود جاري او قانون پلى کړي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery