مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

قاسمیار: چین پاکستان د افغان سولې له بهیر سره مرستې ته هڅولی شي

احمد فیصل
د سولې عالي شورا وايي د پاکستان او چین سیاسي او اقتصادي اړیکو ته په پام چین کولای شي، پاکستان وهڅوي چې په افغانستان کې د سولې له پروسې سره صادقانه همکاري وکړي. د دې شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وايي چین خورا ځواکمن هېواد دی او پاکستان یې خبرو ته ډېر ارزښت ورکوي. ښاغلي قاسمیار وویل، چین ته د ولسمشر اشرف غني احمدزي سفر د سولې د هڅو د بریا لپاره ګټور دی او چین کولای شي په دې برخه کې له افغانستان سره د پام وړ همکاري وکړي. ده وویل: « زه په دې باور یم چې دا یو ښه فرصت دی چې د سولې په برخه کې د چین هېواد همکاري راجلب شي؛ ځکه چې چین له پاکستان سره نزدې اړیکې لري او که له دې څخه استفاده وشي؛ نو زه باور لرم چې پاکستان به د چین نظر او موافقې ته درناوی وکړي.» نوموړي وویل ټروریزم یوازې د افغانستان لپاره ستونزه نه ده بلکې د سیمې هېوادونه هم ورڅخه په تنګ شوي او باید په سیمه ییزه سطح یې پر وړاندې مبارزه وشي. ولسمشر اشرف غني احمدزی چې وړمه شپه چین ته په سفر تللی له چینایي مشرانو سره د نورو مسایلو ترڅنګ د سولې د پروسې او پر امنیتي همکاریو هم خبرې وکړي. په عین حال کې د سیاسي چارو یو شمېر کار پوهان وايي افغان حکومت باید له تېرو تجربو څخه په ګټې اخیستنو د سولې په برخه کې عملي ګامونه واخلي. د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني آزادۍ راډیو ته ویلي چې پر پاکستانیو چارواکو باید د چین او ځینو نورو هېوادونو له لارې فشار راوړل شي چې په خپل هېواد کې د وسله والو مخالفینو پټن ځاینونه له منځه یوسي. ده وویل: « موږ هیله من یو چې نوی حکومت وکولای شي چې د تېرو ۱۳ کلونو له تجروبو څخه ګټه واخلي او صادقانه عمل وکړي؛ ترڅو افغانستان له دې ستونزو څخه خلاص شي. چین باید له خپل نفوذ څخه په استفادې پر پاکستان فشار راوړي ترڅو په پاکستان کې د ترورستانو ځالې له منځه یوسي او په افغانستان کې د سولې له پروسې سره عملي همکاري وکړي.» پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ویلي و چې چین د افغانستان دوست هېواد دی او له پاکستان سره هم نږدې اړیکې لري او کولای شي د افغانستان د سولې په برخه کې مهم رول ولوبوي. خو یو شمېر نور کار پوهان بیا وایي چې د چین ترڅنګ ځينې نور هېوادونه هم کولای شي د افغانستان د سولې پروسې د بریا لپاره د پام وړ اقدامات وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery